دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې (۱)

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

نن سبا په ټوله نړۍ کې داموضوع د رسنیو لومړې تود ټکی ګرځېدلی دی، چی اسلامی حجاب دې بند کړل شی، او په دې بې شرمانه، غیربشری او غیر انساني او غیرقانونی عمل څه کفری او د اسلام ضدعناصر په دې باندی کامیابه هم شول د فرانسې په شان هیواد کی چی د ټولو اروپایی هیوادونو په پرتله په کې مسلمانان ډېر دی، اسلامی حجاب په رسمی ډول سره منع اعلان کړی، دې سره جوخت په بلجیم کی هم د اسلامی حجاب د منع اعلان ورسره وشو او دا اعلان وشو که چا حجاب وکړ هغه به (15ـ25) یورو پوری جرمانه شی او د زندان توری شپې لاهم ورته ګوری، د هالنډ غوندی دیموکراتیک هیواد کی هم په یوه کاتولیک مکتب کی پر اسلامی حجاب باندی بندیز ولګېدی، او مسلمانو انجونو ته په حجاب کی ورتلل منع شول، اوحال دا چی دوی د حکومت نه غوښتنه وکړل چی دا زموږ بشری حقوق دی، او موږ ته باید راکول شی؛ بل لور ته الحمدلله د ترکیې په شان سیکولر هیواد بیا چی مخکی اسلامی حجاب په کې بندوو اوس ورته اجازه وشوه. او دا بندیز د جمهوریس او لومړی وزیر په حکم سره لری شو چی د لومړی وزیر خپله مېرمن هم په اسلامی حجاب کی ګرځی، او اوس نور کفری هیوادونه هم دا تکل لری چی د ظلم څخه په استفادې سره د مسلمانانو لږکیوحقوق ترپښو لاندی کړی، هغه مجازات کړي، کړاوونه ورته پیدا کاندی، او د مقدساتو توهین ئې وکی؛ ټول لویدیځ د بشری حقوقو، دیموکراسۍ او په ځانګړې ډول سره د ښځو دحقوقو نارې وهی او د خپل ژوند شعار ئې ګرځولی دی، خو دا صرف د خلکو د غولولو او د دوی پر دماغونو او سترګو باندی د خاورو د شیندولو په معنی دی، دا څنګه انسانی، معقول او دیموکراتیک دولتونه دی چی د میږی څخه تر زمری پوری د ټولوحقوق ورکوی خو!!! د میلونونو مسلمانانو بشری او مذهبی حقوق او کړنلارې تر پښو لاندی کوی۔ که یوه غیرمسلمانه ښځه د بې حیایی، عریانۍ، فحاشۍ او عیاشۍ حقوق طلب کړی هغه ټول حقوق په خوښۍ سره دولت ورکوی اوڅه امتیاز هم وربښی، البته که یوه مسلمانه میرمن د پروڼي د پر سر کېدو اوحجاب کولوخواهش وکی، او حال دا چی دا مسلمانه مېرمن دا خپل حق بولی، فریضه ئې ګڼی، نو بیا ولی د دې معصومی مسلمانې ښځې ځواب په څاپیړه، زندان، ظلم، انکار او تشدد سره کیږی؟؟؟ دا تش په نامه په بشری حقوقو، د ښځو په ازادۍ او په دې بدخونده دیموکراسۍ نور نو دا ولسونه نشی غولېدلای؛ دا د لویځوالو لپاره د دوی د افعالو او کړاوونو پایلی ده چی دوی ته هرځای جهنم ګرځېدلی دی، او حتی دوی اوس پخپلو هیوادونو کی لا هم په امن سره شپې او ورځې نشی سبا کولای، اوس ددې د جبران د پوره کولو په منظور غواړی چی کسات د هغو لږکیو مسلمانانو څخه واخلی چی د دوی تر تسلط لاندی دی، دا هم اسلامی امت ته یو روحی ټکان او پر اسلامی اُمت باندی یو فشار دی، چی دوی پخپلو هیوادونو کی شرعی حجاب بند کړ۔ دا یو منلی حقیقت دی چی هرعمل عکس العمل لری، او دا د دوی دا ټولی ناوړې کړنې او نفرت به ډېر ژر د خاورو سره خاوری شی دوی دډېرو لارو څخه کار اخلی کله حجاب بندوی، کله د قرانکریم سپکاوی کوی، لکه همدا اوس چی د امریکا په کلفورنیا په یوه کلیساکی تیری جونز چی ددې کلیسا مشری په غاړه لری قرانکریم ئې وسوځاوه، کله دوی د نورو اسلامی مقدساتو توهین هم کوی، کله بیا په اسلامی نړۍ کی د عیسایت برملا تبلیغ کوی، او په اخر کی دوی په زور سره هیوادونه مستعمره کوی اوداسی نور۔۔۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x