ټکنالوژي

د سکایپ نوې بڼې د ټکنالوژۍ کاروونکي حیران کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): ټکنالوژي په دې عصر کې هره ورځ خلک د یوې نوې پنځونې شاهد وي. ځینې داسې پنځونې هم وي چې نړۍ بدله کړې. مایکروسافټ کمپنۍ هم د یوې داسې ټکنالوژۍ وړاندې کولو څخه صرف څو انچه فاصله لري.

دغه ټکنالوژي د ژوندۍ ترجمې سافټ ویر دي چې هره ژبه بلې ژبې ته یوازې د څو ثانیو په توپیر ترجمه کوي.

په ډیرو انگلیسې فلمونو کې داسې څیزونه ښودل شوي چې یو کس خبرې وکړي او د یوې خاصې ټکنالوژۍ په مرسته یې خبري مقابل لورې ته ترجمه شي. هغه وخت دغه کار یو خوب او خیال ته ورته وه چې اوس به ډیر نژدې راتلونکي کې عامو خلکو ته وړاندې شي.

د سکایپ ژوندۍ ترجمې له تجربه کولو سره مایکروسافټ د دغې سترې لاسته راوړنې څخه یوازې څو انچه فاصله لري او دغه ټکنالوژي به نړۍ بدله کړي.

سکایپ نوي بڼه به ستاسې غږ بلې ژبې ته له څو ثانیو څخه لږ وخت کې ترجمه او ترجمه شوې بڼه به مخاطب لوري ته وړاندې کړي.

د دغې ټکنالوژۍ په مرسته په ۴۵ ژبو لیکل شوي پیغامونه هم یو بل ته ترجمه کیدی شي چې غږیز پیغام کې تر اوسه د ژبو شمیر کمه ده. دغه نوي ټکنالوژي که څه هم مشکلات لري خو بیا هم ډیر صفا او چټک دی.

سکایپ دغه نویې بڼه تر اوسمهاله یوازې وینډوز ۸.۱ کې کارول کیږي.

سکایټ نوې بڼې استعمالولو لپاره باید www.skype.com سره ځان راجستر کړئ خو سکایپ نوی بڼه اوس لپاره څو محدودو کسانو ته ورکول کیږي چې له بشپړیدو ورسته به دغه ټکنالوژي عامه او ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.

مایکروسافټ تر اوسه نه ده څرگنده کړې چې د سکایپ نوې بڼه به په پیسو وي او که کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x