شعـــــرونه

د وخت خبرې‎

لیکوال: ابو سعید راشد

د زړه سپېدۍ مې سره وچـــــوي روښان  شي  لوري

چې غـــــــــماز نوي مونږ ته ورځ د پيوستون راشي

کمکی اختر به ترېنه جوړ هره شېبه به يې لمانځو

کوم ســــات چې دلته غږ د مړينې د بېلتون راشي

واړه قـــــــــــــــومونه به را غونډ کړو  د اسلام په ټغر

په يوه لار  به بيا اوزبــک تاجـــک پښـــــــتون راشي

په دې يوه مُلا را غونډ شئ  ، بل ته لار ورنکړئ

که د مشرۍ په نيت  کوم     فيل يا مېږتون راشي

دروازې بندې کړئ کړکيو  ته څـــــــــادر  ونيسئ

چې کله ټول مـــــــــشران کوټې ته د تړون راشي

کنه نو بيا به څو تور مخي يا غربي  خير خواهان

تســــــــــــــپې په لاس د دم لپاره تر مجنون راشي

د اوښ مُهار به کوم زاړه يار ته په چل وســــپاري

تخت او ممبر ته به چــــــــــوپانې او پتلون راشي

هره خبره په خپل لاس  خپلو فکرونو حل کړئ

که بيا کيسه د انقــــــــــــــــــلاب يا د سمون  راشي

منصب پرېږدئ هــــر کار  کې ګټه د ملت لټوئ

چې له ډګر نه غــــــــږ د فتحې د شبخون راشي

د ښــــــــــايسته فکر ، پند او علم مدرسې جوړوه

راشده !  ژر   به پای د دغــــــــــــــــه اوښتون راشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x