افغانستان
په پکتیکا کې یوې چاودني 17 وولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: نن د څړک د غاړي په یوه چاودنه کې 12 وولسي وګړي وژل شوي او 5 نور ټپیان شوي.
دغه پېښه چې د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا په سیمه کې را منځته شوې، په اړه یې ځايي چارواکو ویلي چې په وژل شوو کسانو کې 5 ماشومان، دوې ښځي او 5 نران دي، او دوی ټول د پاکستان څخه په دغه موټر کې را روان وه.
محب الله صمیم د پکتیکا والي ددغه پیښي پړه د افغانستان پر دښمنانو اچولې..
له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپرپېښه خواشیني ښودلې اوپه پېښه کې لاس لرل یې په کلکه رد کړي دي