دیني، سیرت او تاریخ

د تصوير حرمت

ليکنه : حضرت علامه محمد يوسف بَنُوري رحمةُ الله عليه

ژباړه : مفتي راشد

خدای دې رحم کوي ! د قيامت د  قُرب ( نږدې کېدو ) له امله ، په دومره چټکتيا سره ، سر  په سر فتنې را پيدا کېږي چې : د ايمان سلامتي  ستونزمنه او د نېکو اعمالو توفيق سلب کېږي ، يوه فتنه په خپل ذات کې فتنه وي او  يوه  فتنه بيا ګڼې   فتنې زېږوي ، مثلا د فوتوګرافۍ ( انځورنې ) فتنه شروع شوه ، آيا دا کمه ګناه  وه چې له دې څخه په سل ګونه نورې فتنې پيدا شوې ، د حضرت حق تعالی شأنه  علم  په هر شي باندې محيط دی ، د هغه په علم کې شته چې فلانۍ فتنه  به له  فلاني فلاني سبب څخه  را اوځي  ،  له همدې امله د الهي شريعت منشاء دا وي چې : کوم شی چې په څومره اندازه هم د معاصي او ګناهونو سبب جوړېدای شي – هغه  بندوي .

انساني عقل ډېر وخت د خپل د علم د کمۍ او  کم فهمۍ له امله د دې علت او حکمت نشي حس کولای ، انسان ډېر وخت دا فکر کوي چې دا چې په ظاهره وړه خبره ښکاري ( شريعت يې ) په دومره سختۍ سره ولې منعه کوي ؟  خو وروسته بيا له واقعاتو او شواهدو څخه د دې تصديق کېږي چې : الهي شريعت چې کومه فيصله کړې وه هغه عين حکمت وه .

د يوې مصورۍ ( تصوير جوړونې ) له خېټې څخه رنګارنګ فتنې پيدا کېږي  ، محمدي شريعت له ابتدا څخه اوويلې چې :  د قيامت په ورځ به سخت عذاب عکس جوړوونکو ته وي ، او کله يې دا اوويل چې : هغوی ته به اوويل شي چې دا تاسو چې څه جوړ کړې په هغې کې اوس روح واچوئ ، او کله يې دا ويلي چې : په کوم کور کې چې سپی يا عکس وي هغه کور ته ملايکې نه داخلېږي ، او کله يې دا وفرمايل چې : عکس جوړول د خدای تعالی د خالقيت نقل کول دي ، او داسې نور  .

اسلام دينِ قَيِّم دی ، هغه د کفر او شرک ، بدعت او ضلالت او کاږه يون او ګمراهۍ يو يو ازغی بېل بېل پاک کړی دی ، د آدم ټولو اولادونو ته يې  پاکه او سپېڅلې صراط مستقيم ورکړې ده ، هغه چې دوی کولای شي چې پرې روان او د امن ، امان ، راحت او عافيت ژوند تېر کړي ، او له مرګ نه وروسته د قُرب ، رضا  ، جنت او نعیم وارثان شي .

په قرآن کې راغلي : { تِلْكَ الدَّارُ الْآَخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ } . ( القصص : ۸۳ )

ترجمه :  “دا د آخرت کور مونږه د هغو خلکو لپاره ځانګړی کوو چې : نه خو په ځمکه کې سرکشي غواړي ، او  نه فساد ، او  ښه انجام يواځې د پرهېزګارانو لپاره دی” .

اسلام د انسانيت د اعمالو او اخلاقو د تزکيې لپاره د شر او فساد ټولې لارې بندې کړي دي ، شرک چې د اسلام له نظره تر ټولو لوی ظلم دی ، تاریخ شاهد دی چې هغه دنيا ته د مُجَسِّمو ، تمثالونو ،  انځورونو او عکسونو له لارې راغلی وو ، له همدې امله اسلام د کفر او شرک دا منبع ( چينه ) حرامه او  تصوير جوړوونکي يې ملعونان او  تر ټولو بد انسانان وګڼل دا لاره يې بنده کړه .

په صحيحينو ( بخاري او مسلم ) کې له أُمُّ المُؤمِنِين حضرت عايشه صِدّيقِې رضي الله عنها په روايت سره دا حديث موجود دی چې : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مرض وصال ( مرض الوفاة )  کې  يو وارې ( ازواج مطهرات )  ټولې پاکې بيبيانې  د رسول الله صلی الله عليه وسلم خوا ته را ټولې وې ، په څه خبره کې  ( د حبشې ښار ) د ماريه په نوم کليسا يادونه وشوه ، دا چې حضرت اُمِّ سلمه او حضرت اُمِّ حبيبه رضي الله عنهما د حبشې د هجرت پر مهال د دې کليسا حالات معلوم شوي وو ، نو  دې دواړو  بيبيانو د هغې ( کليسا ) د ماڼۍ د ښکلا او هغلته د جوړو شويو تصويرونو يادونه وکړه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې اورېدلې ، د مرض له بستر ې څخه يې سر را پورته کړو او  وه يې فرمايل :

” أولئك إذا مات فیهم الرجلُ الصالحُ  بنوا  على قبره مسجدًا , ثم صوروا به تلك الصور ,  أولئك شرار خلق الله  ” . (مشکوة : ۳۸۶ )

ترجمه : “پدې خلکو کې به  چې کله کوم نېک سړی مړ شو ، نو  دوی به د هغه په قبر باندې عبادتګاه ( د عبادت ځای ) جوړ کړو ، بيا به يې هغه په هغو تصويرونو باندې ښايسته کړه ، دا خلک د الله په مخلوق کې تر ټولو بد خلک دي” .

په يو حديث کې  أُمُّ المُؤمِنِين حضرت عايشه صِدّيقه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم په سفر وو ، د هغوی له را تللو نه مخکې ما په کور کې په يوه تاخچه ( ګوګ ) باندې د ټوټې پرده را زړولې وه ، په هغې کې تصويرونه جوړ شوي وو ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کله دغه ( پرده ) وليدله نو  ( هغه يې لرې کړه او  )  په مبارک مخ باندې يې د قهر نښې ښکاره شوې ، او د ډېر زيات نفرت په لهجه يې اوويل :

” يَا عَائِشَةُ أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُونَ بِخَلْقِ اللَّهِ” . ( صحيح مسلم : ۲ / 201  )

ترجمه : عاشې ! د قيامت په ورځ د الله په وړاندې له ټولو  نه د سخت عذاب  وړ  ( مستحق ) هغه خلک وي چې د الله تعالی د تخليق په صفت کې مقابله کوي .

د مسلم شريف او مسند احمد په حديث کې راغلي چې :

” إن أشد الناس عذابا يوم القيامة المصورون ” . ( صحيح مسلم : 2 / 201 )

ترجمه : يقينًا له ټولو نه زيات د عذاب مستحق  به د قيامت په ورځ تصوير جوړوونکي وي .

او په صحيحينو  او د حديثو په نورو کتابونو کې ډېر  صحيح مبارک  احاديث موجود دي چې د  روح لرونکو  د تصوير  حرمت او ملعونيت بيانوي ، او د امت ټولو عالمانو په اتفاق سره د روح لرونکو  تصوير حرام ګڼلی .

له بده مرغه د اسلامي نړۍ د قيادت واګي له ډېرې مودې څخه د خدای د نه پېژندونکو تهذيبونو او  بد دينه قومونو په لاس کې دي ، د هغوی په وړاندې ( الا ما شاء الله ) دين او ديانت په نوم هېڅ يو شی هم نشته دی ، او شرم ، حيا ، عفت او عصمت ، غيرت او حميت لفظ د هغوی له لغت نه خارج دی ، له هغوی سره د چل او دوکې نوم سياست دی ، د انسانيت وژنې د اسبابو او وسائلو نوم ترقي ( پرمختګ  ) دی ، د فواحشو او منکراتو نوم هنر  ( فن ) دی ، د نر او ښځې د غير فطري اختلاط نوم روشن خيالي او خوش اخلاقي دی ، د بې پردګۍ او بربنډتوب نوم ثقافت دی .

شاته پاتې هېوادونه په پټو سترګو د همدوی په لاره تلل فخر ګڼي ، ځکه نو نن سبا په ټوله نړۍ کې د فتنو زور دی ، او شايد دا د ستر دجال ( دجال اکبر ) د دجالي فتنو لپاره تياری نيول کېږي ، خصوصًا اسلامي نړۍ  د هرې ګناه ، هرې فتنې او هرې بدۍ تم ځای ګرځېدلې ، د نن سبا له هغو زرګونو فتنو څخه يوه د تصوير  ( عکس ) فتنه ده ، چې هر ځای ګورې نو  عکاس موجود وي ، دعوت او مېلمستيا وي او که د نکاح مجلس ، عامه غونډه وي او که انفرادي مجلس ، په هر ځای کې به عکاس کامره مخته نېولې  موجود وي ، دې معصيت ( اوس ) د وبائي فتنې شکل غوره کړی دی ، چې ځان ساتنه ترېنه مشکله ده ، که څوک بالاِراده  ځان بچ کوي نو هم نه معاف کېږي ، په بې خبرۍ کې د هغه عکس هم اخستل کېږي ، او په دوهمه ورځ د ورځپاڼو په صفحاتو کې نړۍ ته هم وړاندې کېږي .

نن د همدې  عکاسانو  ، کامره مينانو ، او اخبار ليکونکو  په وسيله د  لوڅ  مرداري انبارونه زمونږ کورونو ته داخلېږي ، او لدې څخه ټوله ټولنه متاثره بلکه کرغېړنه کېږي ، خو عجبه خبره داده چې پدې باندې هېڅ ګرفت نشته ، او ستم لا دادی چې دې نړيوال صورت د عامو خلکو له فکر څخه دا خيال هم  ختم کړی دی چې دا خو هم کوم ناجائز  کار  ، معصيت او ګناه ده  .

ځکه چې د بدۍ ( ګناه ) دا خاصيت دی چې هغه عامه شي او  پدې باندې د نېوکې کړۍ سسته شي  ، نو  ورو ، ورو يې نفرت او حقارت له زړونو څخه اوځي ، او زړونه مسخه کېږي ، او دې ته وار ورسېږي چې هغه ( بدي ) د شرافت معيار وګرځي :
که ناخوب بود ، بتدريج آن خوب شد . . .  چون در غلامی بدل ميشود مزاج قومها .

همدغه کار ته ځينې کاږه فکره او ناسم مزاجه خلک  “د انساني اقدارو بدلون ” وايي .

کنه نو ښکاره خبره ده تر څو چې انسان انسان وي ، او انسانيت يې باقي دی ، تر هغه وخته پورې نو د کوم يوه انسان قدر  د بدلون تصور غلط دی ، هو که انسان ډوله ځناور  ، انسان پاتې نه بلکه کومې بلې نوعې ته بدل شي نو بيا بېله خبره ده .

دا څو ورځې کېږي ، د يوه عالم په کور کې خصوصي مېلمستيا وه ، هغلته يو دوه مشهور شخصيتونه هم را غوښتل شوي وو ، او ځانګړی مېلمه “مهمان خصوصي ” هم ناست وو ، زه هم بلل شوی وم ، او  له بده مرغه زه یې له هغه سره کښېنولم ، دا تصور  هم نه شو کېدلای چې د يوه عالم په کوم کې دې په ځانګړې مېلمستيا کې عکاس له کامرې سره موجود وي ، چې عکاس را مخته شو نو ما په سختۍ سره منعه کړو ، او يوه بل عالم زما په وينا سخت ممانعت وکړو ، بس ډاډه شو چې فتنه ختمه شوه ، خو يوه شېبه وروسته مو لږ لرې له دروازې سره ولاړ وليدلو ، او څرګنده شوه چې زمونږ له بې خبرۍ او غلفت څخه يې ګټه اخستې او خپله اراده يې پوره کړې ده ،  راتلونکې ورځ د “جنګ ورځپاڼې  ”  په صفحاتو کې د درې کسانو  انځور چې زه هم پکې وم راغلی وو ، او ظلم لا دا چې لاندې ورسره ليکلي وو :  مشترک عکس ، انا لله .

د عکس جوړونې د حرمت په هکله د امت اجماع :   

په نبوي حديث کې چې د تصوير جوړونې په هکله کوم سخت وعيد راغلی دی ، هغه د هر روح لرونکې تصوير ( عکس )  کې جاري  کېږي ، او ټول امت د روح لرونکي شيانو د تصوير جوړونې په حرمت باندې متفق دی ، ليکن خدای دې تباه کړي دغه مغربي تجدد چې هغه د يو متفق حرام د حلال ثابتولو کار شروع کړی دی .

د اباحيت د دې فتنې تر ټولو مخکنی او تر ټولو لوی مرکز مصر او قاهره وو ، له نن نه نېمه پېړۍ مخکې د قاهرې مشهور شیخ محمد نجیت مطیعي چې شيخ الأزهر هم وو ، د ” إباحة الصور الفوتوغرافية ” په نوم يوه کتاب ليکلی وو ، چې د کامرې ( کېمرې ) د عکس ( تصوير ) د جواز فتوا يې پکې ورکړې وه ، هغه مهال د مصر عامو عالمانو دهغه د فتوا مخالفت وکړو ، تر دې چې د هغه يو خپل تکړه شاګرد شیخ علامه مصطفی حمامي په خپل کتاب ” النهضة الإصلاحية للأسرة الإسلامية ”  کې په هغه باندې سخت تنقید وکړو ، او په خپل کتاب کې يې له ۲۶۰ مخ څخه تر ۳۱۰ مخه پورې په هغه باندې ډېر بلیغ رد وکړو و ليکلو ، يو ځای هغه ليکلي :

د ټول امت د ګناه بار به د شیخ په غاړه وي ، چې همده د ټول امت لپاره د شر او ګناه در وازه پرانستله .

په هماغه زمانه کې د حضرت مولانا سید سليمان ندوي مرحوم په قلم په معارف مياشتنۍ مجله کې د شیخ مطيعي د مقالې په رڼا کې – يوه اوږده مقاله نشره شوه ، هغه مهال چې څنګه امام العصر مولانا انور شاه کشميري رحمة الله عليه ( د سيد سليمان ندوي ) له دې مضمون څخه خبر شو ، نو د دې په هڅونه ( تحريک ) د ده په شاګردانو کې حضرت مولانا محمد شفيع صاحب په مياشتنۍ مجله القاسم کې چې د دارالعلوم ديوبند مجله وه –  ( د ندوي ) په دې ( مقاله ) باندې ترديدي مقاله نشر کړه ، دا مقاله د حضرت شیخ کشميري رحمة الله عليه په لار ښوونه ترتيب شوې وه ، چې وروسته بيا د  ” التصوير لأحكام التصوير ” په نوم حضرت مفتي صاحب ( بېله ) نشر کړه .

دا بايد ښکاره وي چې حضرت سيد ( سليمان ندوي رحمة الله عليه ) صاحب مرحوم چې د خپل مبارک ژوند په وروستيو  کلونو کې چې عمر يې  شپېتو ۶۰  کلونو ته رسېدلی وو – هغه مهال يې له يو څو مسائلو څخه رجوع کړې وه ، په هغې کې يې د عکس ( فوټو ) د جواز له مسئلې څخه هم رجوع کړې وه .

د مولانا ابوالکلام آزاد په څېر يو آزاد قلموال که څه هم د ذو القرنین  د مجسمې عکس يې ( په خپل تفسير ) ترجمان القرآن کې نشر کړی وو ، خو وروسته يې بيا هغه  د ترجمان القرآن له ټولو نسخو څخه را اووېست او د تصوير د حرام کېدو اعلام يې وکړو .
مطلب دا چې يواځې زمونږ اکابر نه ، بلکه د امت د ټولو فقهاوو پدې باندې اتفاق دی چې : عکس ( تصوير ، فوټو ) حرام دی ، دومره ده چې د پاسپورټ او نورو ضرورياتو لپاره ( د )  نيم وړوکی عکس ( حکم )  له دې ( حکم )  څخه بايد ( جدا )  مستثنا شي ، د دې ګناه به د هغو خلکو په غاړه وي د چا له لوري چې دا مجبوريتونه عائد شوي دي .

له همدې امله بايد ښکاره وي چې : زما مسلک همدادی چې  عکس ( تصوير ، فوټو ) بې له دې خاص ضرورتونو څخه ناجائز او حرام دی ، که زما په بې خبرۍ کې په چالاکۍ سره چا زما عکس اخستی وي نو ګناه يې د هغه په غاړه ده .
که څه هم له دې ملعون فن څخه په اسلامي ټولنه کې نفرت عام ندی ، بې خبره عوام خلک دا معمولي او وړوکی کار ګڼلی دی  ،  او ځينو خلکو خو د دې د جواز لپاره هم حيلې او بهانې لټوي ، خو پدې خبره باندې څوک نه پوهېږي چې د يوې ګناه زياتېدل يا په عوامو کې د هغې په رواجېدلو سره د هغې ګناه نه ختمېږي ، او الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم چې يو شی حرام کړلو  ، له هغې نه وروسته که ستل بهانې هم وکړې هغه جائز کېدلای نشي .
نن سبا سود ، بيمه ، او داسې نور ډېر شيان چې مغربي ته‍ذيب زېږولي – زمونږ  په نوي تمدن کې ننوتلي دي ، اوس پوره رواج شوي دي ، خو کوم مسلمان به داسې وي چې د دې خبرې کولو جرأت وکړي چې دا ټول جائز دی ؟  هو ! خو دومره ممکن ده چې په ګناه کې د عموم بلوا له امله د آخرت په سزا کې داسې لږ تخفيف وشي ، د دې ښه علم يواځې له الله تعالی سره دی .

د ژباړن له زړه  :

د بنوري رحمة الله عليه مقاله په همدې ځای پای ته ورسېدله ، يو څو  ټکي :

عکس په اسلام کې حرام دی ، يواځې حرام نه ، داسې حرام چې د لس ګونو نورو حرامو لپاره وسيله او  لاره ده ، د ژوند د خوښيو د پړاوونو د ځلا لپاره اسباب نور شته ، او د ثبت لپاره يې د انسان د زړه خيال او تصور دا سترې آلې او ځواکونه کافي دي ، دفتري او رسمي کارونه تر دې د مخه هم بې له دې څخه شوي ، او  د چل او خيانت کوم کميت چې له عکس نه په خالي عمل کې امکان لري ، هغومره بلکه ډېر له عکس سره هم ممکن او واقع دی ، د اشخاصو د شکل او  ژوند  انځورنه لدې نه مخکې  بې لدې څخه ښه ثبت شوې ،  زمونږ د تاريخ په پاڼو کې د زرګونه خلکو سيرت او صورت ليکلی پروت دی ، او تر ننه پورې همدا له تصوير څخه تش ژوند ليک او سيرتونه د استفادې او عمل لپاره مؤثر دي ، بلکه د ځينو اسلافو سيرت په دومره مهارت سره ليکل شوی چې ته به وايي که هغه کار اوس ستا په مخ کې تر سره کېږي ، او صورت يې په تورو کې  دومره دقيق انځور شوی لکه مخامخ چې ورته ګورې .

دا خبره غلطه ده چې تصوير د جهادي بهير لپاره ګټور دی ، د جهادي فلمونو او ويډيو خبره بېله ده ، په هغې هکله عالمان هم غلي دي ، او هر چې تصوير دی نو داخو ستره ګناه او د ګناهونو ځاله ده ، په يوه غزا کې د عسکري فوقيت لپاره د اصحابو له لوري د فيل د بت جوړونې عمل په هر ځای کې د تصوير لپاره د جواز دليل نشي کيدای ، دا د أصولو قاعده ده چې : کوم شی خلاف قیاس ثابت شي ، هغه تر خپل مورد پورې خاص وي .

انټرنېټ به ځينې خلک له بدو لارو سمو  ته راوستي وي ، خو دې ته هم بايد پام وکړو چې ډېر ښه خلک يې هم له لارې وېستلي دي ، د انټر نېټ کاروونکی پدې پوهېږي چې له دې سره کاملې تقوا ته رسېدل ناممکن وي .

د روان مبارک جهادي بهیر  اصلي ستنې هغه پاک زلمي دي چې د تصوير او تصوير کتنې د دې معمولي جرم داغ  يې هم د شخصيت په نوراني او ځلانده لمن بد ښکاري ، او کېدای شي په ځينو مواردو کې د خدای نصرت هم وځنډوي ، ځکه چې د مجاهد شان دا نه دی چې تل دې  مبايل يا کمپيوټر مخ ته نيولی ناست وي ، مجاهد پدې مأمور دی چې له خپلو فرائضو او کارونو نه وروسته دې د الله تعالی په ذکر او عبادت بوخت وي ، او له همدې دې خوند واخلي ، او په خپل ذکر او عبادت دې د نورو مجاهدينو لپاره د نصرت او کاميابۍ سبب شي . الله تعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( الأنفال : ۴۵ )

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو په وخت کې هم تصوير جوړوونکي وو ، که چېرې هغه وخت د سترو اصحابو کرامو ، شهيدانو ، سترو غازيانو  انځورونو موجود وی نو اوس به يې څومره خوند کولو ، او خلک به څومره ورته خوشحاله وو ، خو دا چې تصوير حرام دی ، نو دا کار ونشو .

د سعودي د مشهور عالم شیخ ابن العثیمین رحمة الله عليه په هکله ما له خپل يو محترم استاد څخه اورېدلي چې : هغه تر آخره پورې تصوير نه وو اخستی ، د سعودي تذکره هم ورته بې له عکس څخه ورکړل شوې وه ، او بهر ته يې سفر نه کولو ځکه چې د پاسپورت لپاره د عکس اړتيا وه او هغه د سفر لپاره هم د عکس د دې حرام کار ارتکاب جائز نه ګڼلو .

زمونږ دا لو ی کاروان چې اوس ان شاء الله د فتحې په دورشل دی – بايد په اجتماعي ګناهونو ونه ځنډوو ، د الله جل جلاله د نصرت راتلل ډېرې پلمې او شرائط غواړي ، خو د ځنډېدلو لپاره يې يوه ګناه هم کافي وي .

زمونږ اسلام زمونږ لپاره بس دی ، او که د وخت او مطبوعاتو په رواج پسې ګرځو نو هغه بيا دومره ډېر دي چې که ور پسې اووځو کېدای شي چې بېرته به له ايمان سره را ونه ګرځو .

رب دې ما او ټولو ته پرې د عمل توفیق راکړي .  راشد۱۴۳۶ه محرم ۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عمار سعد

تر ډيره ورسره موافق هم یم خو تر کم حده مخالف هم، موافق ځکه چې پخوا تصویر (انځور) نه و، نو دغه فتنې هم نه وې، که وګورو نو ددې انځورونو له امله ډیرې فتنې منځ ته راغلې، او که انځور ضرورت الوقت هم دی نو دا هم زمونږ له وجې، خیر ضرورت الوقت مسئله یې پریږدو چې خبره اوږده نشي، بل تاوان یې دادی چې انځور نن یو عادت ګرځیدلی، که دوه ملګري په یو ځای چکر ته ووزي نو مبایل یا کیمره یې په لاس کې وي او انځور به اخلي چې هیڅ ضرورت ورته په ظاهره نه… نور لوستل »

عماد الدین پژمان

له دې لیکنې سره زه مخالف یم که څه هم عالم نه یم خو دومره پوهیږم چې په لاس د ایستل کیدونکي انځور او د کمرې انځور ځمکه او آسمان تو پير لري
د کمرې انځور هماغه د آینې انځور دی نو که د کمرې انځور حرام شي نو باید په آينه کې کتل تر هغې وړانډې حرام شي.او په اوبو کې خپله څيره لیدل هم حرام وي
زما په فکر ډيرې کړۍ اوس په ېد هڅه کې دي چې د مجاهدینو فرهنګي فعالیتونه ودروي او په دې خاطر له دینه د دام ګټه اخلي

جمیل انوري

عماره وروره ستاله ورستۍ خبري سره زه هم مخالف یم تصویر حرام دی ، حرام که په نوي بڼه وړاندي کیږي نو دجواز لپاره به یې څه دلائل وي ، داچې ته وایې درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې په لاس تصویرجوړیدو ، یابه له ډبرو جوړیدو ، نو دلاس دتصویر او دماشین په حساب تصویر څه توپیرلري ، بیاخوبه نو خلک وایې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه خنځیر ډیرمردار خواره ؤ اوس خو خورا په ښه فارم کې ساتل کیږي ښه صاف ستره وي ، نوباید چې حلال شي ، اوبیا ته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx