دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابو حنیفه رحمه الله وصیت – (۱۶): له هر چا سره مینه

لیکوال: حامد افغان

له هر چا سره مینه

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي ته وایي: څومره چې دي له وسه کیږي خلکو ته مینه ښکاره کړه، سلام کول زیات کړه که سپکو خلکو ته وي هم. وأظهر توددا إلى الناس ما استطعت وأفش السلام ولو على قوم لئام. امام رحمه الله خپل شاګرد ته وایي: وأظهر تودداً إلي الناس. د دې جملې مطلب دا ده چې له هر چا سره په مینه او ورین تندي مخامخ کیږه، دا جمله د یوې تفصيلي لیکنې له پاره غوره عنوان کیدلی شي، ځکه ما هم دا جمله فرعي او ذیلي عنوان وګرځوله، اوس په دې اړه لنډ معلومات درته ږدم.

له هر چا سره په ورين تندي، موسکا او مینه مخامخ کیدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوی و نو دا لاره خپلول نبوي طریقه عملي کول دي، په دې اړه د بخاري او مسلم یو روایت را اخلم: عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَجُلًا اسْتَأْذَنَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ ائْذَنُوا لَهُ فَبِئْسَ ابْنُ الْعَشِيرَةِ أَوْ بِئْسَ رَجُلُ الْعَشِيرَةِ ، فَلَمَّا دَخَلَ أَلَانَ لَهُ الْقَوْلَ . قُلْت يَا رَسُولَ اللَّهِ قُلْت الَّذِي قُلْت ثُمَّ أَلَنْت لَهُ الْقَوْلَ ، ؟ قَالَ يَا عَائِشَةُ إنَّ شَرَّ النَّاسِ مَنْزِلَةً عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ وَدَعَهُ النَّاسُ أَوْ تَرَكَهُ النَّاسُ اتِّقَاءَ فُحْشِهِ . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَ مُسْلِمُ. ژباړه: عائشه رضی الله عنها وایي: یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د راننوتلو اجازه وغوښتله، هغه وویل: اجازه ورکړئ، دی پخپل قوم کې ترټولو بد سړی دی، کله چې هغه سړی راننوت رسول الله نرمې خبرې ورسره وکړې، عائشه وایي: ما ده ته وویل: يارسول الله! مخکي دي هغه بد یاد کړ او وروسته دي نرمې خبرې ورسره وکړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ای عائشې! د آخرت په ورځ به د الله په نزد ترټولو بد سړی هغه وي چې خلکو د هغه د پوچو او فحش خبرو لامله پرې ایښی وي.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایي: دلته د هغه له سپکو خبرو د ویرې لامله له هغه سره مدارات او نرمي شوې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه ستاینه نده کړې یواځي د هغه د زړه ساتلو په نیت یې له هغه سره نرمې خبرې کړې دي. ابودرداء رضی الله عنه وایي: موږ د داسي خلکو په مخ کې موسیږو چې زړونه مو په هغوی لعنت وایي. عَنْ أَبُيْ الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: إنَّا لَنُكَشِّرُ فِي وُجُوهِ أَقْوَامٍ وَإِنَّ قُلُوبَنَا لَتَلْعَنُهُمْ . غذاء الالباب في شرح منظومة الاداب. لـ محمد بن احمد السفاریني. ج1ص209.

دلته یوه پوښتنه رامنځته کیږي هغه دا چې بد انسان د نفرت وړ دی او له هغه سره ظاهراً مینه کول او په ورین تندي مخامخ کیدل مناسب نه دي او که څوک ظاهراً مینه ورسره کوي دا خو منافقانه چلند شو، دې پوښتنې ته د مشهور امام ابن عقیل رحمه الله ځواب را اخلو، د هغه په مشهور کتاب “الفنون ” کې راغلي چې له ده نه چا پوښتنه وکړه او ورته ویې ویل: الله جل جلاله وصیت راته کړی: ادْفَعْ بِاَلَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَك وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيم. یعني د هغه په ډیره ښه طریقه ځواب ووایه، نو ستا او د هغه په منځ کې چې دښمني ده هغه به دي ګرم ملګری وګرځي، پوښتونکي امام ابن عقيل ته وویل: خلک وایي چې د باطن خلاف خبره کول منافقت ده نو اوس که زه د الله له دې وصیت سره برابر عمل کوم د منافقت ویره ده څنګه له منافقته ځان وژغورم؟ .

امام ابن عقیل رحمه الله په ځواب کې ورته وویل: النِّفَاقُ هُوَ إظْهَارُ الْجَمِيلِ وَإِبْطَانُ الْقَبِيحِ وَإِضْمَارُ الشَّرِّ مَعَ إظْهَارِ الْخَيْرِ لِإِيقَاعِ الشَّرِّ، یعني منافقت ښه ښکاره کول او بد پټول دي، په زړه کې شر لرل او په دې نیت خیر ښکاره کول چې څوک په شر اخته کړې. او په ایت کې مطلب دا ده چې د بدو په مقابل کې د خیر او ښو په نیت ښه او خیر ښکاره کړه. غذاء الالباب ج1ص210. موخه دا شوه چې بدو خلکو ته ورین تندی لرل او له هغو سره مینه کول په ښه نیت سره وي او هغه دا چې په ښه تعامل او غوره چلند سره بد انسان هم اصلاح کیږي او سمیږي لکه د ایت په پای کې راغلي: فَإِذَا الَّذِي بَيْنَك وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ . او که اصلاح نشي هم اقلاً له بد انسان سره په ښه چلند دا ګټه ترلاسه کیدلی شي چې د هغه له شره سړی ژغورل کیدلی شي او دا هم خیر او ښه ترلاسه کول دي.

نوربیا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x