شعـــــرونه

ډک تابوتونه- نظام کندهاری

لا هـــم نه يو موږ له جنګــــه څخه ستـړي
خــــلاص به نشــي زموږ د وينـــو پوروړي

وړي به ډک ډک تابوتـونه سوغــــاتـــونـــه
خپل نصيـــب دي د اجـل خـولــې ته راوړي

روس انګــريز خو مو د عمر توبه ګار کړل
ناټــــو هم لــه ډاره وشلـــولـــه پـــړي

کږې خولې مو دي په سوک ورسمـي کړي
که پخـــــوا هم وه راغــــلي څو پـيـاوړي

بيــــا درزا شوه د مرمــيـو پرې باران شو
د صليب له ځــــالو پورته شـوې لــوخـړي

که دي وسـول زموږ کــورونه په بـمــونو
کــه دي کـــــــړلې دروازي را دړي وړي

ستـــــا د غم کمبلــه هم شوله هــــواره
چي په وينــو دي درې شولــــې ککــړي

د عبـــرت درس يې هېر کړی دی نظامـه
که له ژوند څخه تنګ شوي دي زوی مـړي

نظام كندهاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x