
په افغانستان کی د برتانیې څلورم شکست
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : لیوراک ویل ډاټ کام ( امریکا )
نېټه ؛ ۱ / ۱۱ / ۲۰۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد
وروستي برتانوي پوځیان تیره اوونۍ د افغانستان څخه په طیارو کی وایستل سول ، چی دا یې پر افغانستان د خپلو یرغلونو څلورمه ماته وښودله . د دوی سره د امریکایی مرین پوځیانو وروستۍ ډله هم له هلمنده راووتل .
په دې سره افغانستان بېله شکه خپل لقب یعنی « د امپراتوریو قبرستان » وګټیً . د دې له پاره چی ښه ترا یې رالنډ کړو ، نو دا اعزاز د افغانستان په غرنیو پښتنو ( پټانانو) پوری اړه لری چی هیڅکله چا ته پر ګونډو سوي نه دي او تل د جګړې ننګیالي دي . ما په خپل کتاب کی چی عنوان یې « جګړه د نړۍ پر بام » دی ، پښتانه « د دنیا تر ټولوغیرتي انسانان » بللي دي . ورپسې سخت سري چچنیا وال په دې ممتاز صنف کی شامل بولم .
پخواني استعمارچیان خو تللی دي ، لاکن د افغانستان نیونه لا هماغسی دوام لری . په کابل کی نوی رژیم چی صرف د واشنګټن لخوا نصب سوی دی ، تر څو د نامرستندویه پخواني ملګري حامد کرزي پر ځای کښیني ، په تلوار د امریکا سره هغه « تړون » لاسلیک کړ چی له مخی به یې د کلونو کلونو له پاره په افغانستان کی څه نا څه لس زره پوځیان پاته وی . دغه پوځیان به د ټولو افغاني قوانینو څخه مبرا او معاف وی .
دا لا څه ، په دې تړون کی ډیر نور مسایل هم سته . امریکایی جنګي پوځیان ، چی په هوښیارۍ سره د « روزونکو » یا « تروریسټانو ضد پوځیانو » نوم ورکول کیږی ، په شمیر خورا لږ دي تر څو پر تول افغانستان باندی تسلط ولری . نو د دوی وظیفه دا ده چی د کابل معلوم الحاله ګوداګیً حکومت به د خپلو خلکو څخه ساتی او هم به د بګرام تر تولو مهمه هوایی اډه ساتی .
واشنګټن په ښکاره دا پلان لری چی پر افغانستان او عراق باندی کټ مټ هغسی واک او کنټرول ولری لکه برتانوي امپراتورۍ چی درلود . یعنی د برتانویانو به یوه محدوده پوځی ډله په مرکز کی مستقر وه ؛ داسی چی سپین پوستو افسرانو به یې ځایی اجیر پوځیان رهبري کول . خو د برتانیې اصلی طاقت هماغه « شاهي هوایی ځواک » و چی په عراق او صوبه سرحد کی ځای پر ځای و .
هر ځایی « مزاحمت » به د شاهی هوایی ځواک له خوا بم وري کېدئ او یا به له هوا څخه ویشتل کېدئ . لکه څنګه چی په ۱۹۲۰ لسیزه کی وینسټن چرچیل امر او صلاحیت ورکړ چی شاهی هوایی ځواک دې دلته پر سرکښو پښتنو او هلته پر کردانو باندی زهرجن بمونه واچوي . خو د پېغور خبره لا دا ده چی تر هغه اووه لسیزی وروسته ما دا کشف او معلومه کړه چی برتانوي ساینس پوهان د علیاحضرتی د حکومت له خوا عراق ته ولیږل سول تر څو د ایران پر ضد صدام حسین ته میکروبي وسلې جوړی کړی .
په عین ترتیب به ، « امریکایی سوله » هم په بګرام کی د امریکایی هوایی ځواک لخوا عملی کیږی . د بګرام ، قطر او په سمندر کی ۲۴ ساعته اطلاع ته د منتظرو طیاره وړونکو بیړیو څخه را الوتونکي طیارې به یوازینی هغه طاقت وی چی د طالبانو پښتني خوځښت به یو کونج ته تخته کوی . لویدیځ اشغالګر ځواکونه به د امریکایی هوایی طاقت د سخت عمل څخه پرته باالکل د برتانوي استعماري پوځیانو غوندی وی چی هر ځل به د افغانستان څخه شړل کېدل .
نو دلته به هم د امریکایی هوایی طاقت څخه پرته مستقر پوځیان او ګڼ شمیر « ملکی قراردادیان » ، او هماغه پخواني ماډل اجیران یعنی د کابل ګوډاګی رژیم ډیر ژر معدوم او تباه سی . د افغانستان د حکومت پوځ به هم هغومره ژر ونړیږی لکه په عراق کی چی د « داعش » په مقابل کی پیښه سوه . د افغانستان د جنوب ډیره برخه به د طالبانو سره ، که څه هم سخت سري دي ، خو د هیواد یوازینی اصلی سیاسی تحریک دی ، په شمال کی د تاجکو او ازبکو کمونیسټانو څخه پرته ، مل سی .
په کابل کی به مستقر امریکایی پوځیان غواړي چی افغانستان د تریاکو له پاره ، چی هیرویًن ترې جوړیږی ، همداسی ژغورنده وساتی . امریکا پر دې سترګی پټی کړي دي چی نن د نړۍ د هیرویًنو د تولید څښتن دی . لکه واشنګټن چی په ظاهره د مخدره موادو پر ضد د جنګ خبری کوی ، خو د افغانستان د تریاکو تولید په ۲۰۱۳ کی د دوو بلیونو ډالرو څخه درو بلیونو ډالرو ته جګ سو . ملګري ملتونه وایی چی څه باندی پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) ایکړه مځکه همدا نن د تریاکو کښت ته وقف سوې ده ، یعنی دا هر څه د همدغو امریکایی پوځیانو تر سترګو لاندی کیږی .
په کابل کی امریکا ترپلي واکمنان د تریاکو د ختمولو له پاره هسی شونډان ښوروی ، خو سیمه ایز جنګسالاران چی د دوی ملاتړي دي او هم د « سي آی اې » څخه جیره یا مزدوري اخلي ، د همدې تریاکو له درکه مسلسل نور هم شتمن کیږی . د تریاکو له درکه د طالبانو ترټل غلطي او بې ایماني ده ، ځکه : کله چی طالبان واکمن وو ، نو هغوی د هیواد د تریاکو تقریبأ ټوله تولید له منځه یووړ او پخپله د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې همدا راپور ورکړی و چی صرف د شمال اییتلاف تر کنټرول لاندی سیمی پکښی شاملی نه وې څوک چی نن په کابل کی د قدرت شریکان دي .
کله چی باالاخره د افغانستان بشپړ تاریخ ولیکل سی ، نو د دې هیواد په مخدره ییز تجارت کی به د « سي آی اې » لاس لرنه هم یو شوم فصل وی . لکه څنګه چی د لاؤس د سیمی په مخدره ییز تجارت کی چی فرانسوي استخباراتی جوړښتون لوی لاس درلود تر څو د دغو پیسو څخه یې خپلو لاؤسي اجیرانو ته معاشونه ورکړي وای . امریکا هم کټ مټ په لاتینه امریکا کی د خپلو « کونترا » ملګرو سره د کوکایًنو په تجارت کی تر غوږونو ډوبه وه .
نن امریکایی استخباراتو یو ځل بیا خپل نوم ککړ او کرغېړن کړی دی ، ځکه چی د « تروریسټانو » سره د ګومانی جنګ پر ضد افغان مخدرسالارانو ته کومک او جرأت ورکوی . په خورا مسکین افغانستان کی د عاید صرف دوې ښه ذریعې سته : لومړی د واشنګټن پیسې او دوهم د مخدره موادو پیسې . د حکومت د غټو اعضاوو ، پوځ او پولیسو ناولیً اتحاد په ګډه مخدره مواد پاکستان ، منځنۍ آسیا یا روسیې ته ( چی اوس هلته د مورفینو عملیان د اوسېدونکو یوه ستره برخه جوړوی ) صادروي .
د دې سرځوړیزه ریکارډ څخه علاوه ، د افغانستان د بیا رغوَ نی په چارو کی د امریکایی کانګریس تفتیش په دې وروستیو کی راپور ورکړ چی د افغانستان « د بیا رغوَنی » له پاره څه نا څه ۱۰۴ بلیونه ډالره یا خوضایع سوي دي او یا هم غلا سوي دي . یو څه مبلغ یې لا د تریاکو د کرلو له پاره هم مصرف سوی دی . د هغو روسۍ الوتکو ، چی امریکې د طالبانو پر ضد د جنګ له پاره یا د تریاکو پر ضد رانیولی دي ، فالتو پرزې هیڅ وجود نلری . دا ولی ؟ ځکه چی د امریکا له خوا پر روسیې باندی د تجارتی بندیز له امله امریکا دا پرزې نسي ورڅخه رانیولای .
تر اوسه خو د امریکا په تاریخ کی دغه تر ټولو اوږد جنګ څه نا څه یو ټریلیون دالره خوړلی دي ، ښایی تر دې هم ډیر وی . هیڅوک یې سم حساب نسي نیولای ، ځکه چی په بلیونونو ـ بلیونونو امریکایی ډالرونه افغانستان او عراق ته لیږل سوي دي او هلته په ځایی کسانو خوړل سوي یا ګڼ شمیر افغانان پرې وژل سوي دي .
دا لا څه ، د امریکې د ملګرو مثلأ کاناډا او برتانیې له پاره هم دا جنګ باالکل د خزانو ضایعات او د ککریو تلفات وو . لکه څنګه چی کاناډا د هیڅ له پاره خپل ۱۵۸ کسان هلته له لاسه ورکړل ؛ او برتانیې هم ۴۵۳ کسان تلفات ورکړل . دا خوشي چټی ادعا ده چی وایي موږ هلته « مأموریت » او « بیا رغوَنه » تر سره کړل . هو ، دا یو بل هغسی کثیف استعماري کوچنی جنګ پیژندل سوی دی چی په خوښۍ سره یې هېروي او بیا یې هیڅ نه تکراروي .
ځکه به نو دا جنګ تر هغه مهاله کرار کرار ایشی ( خوټیږی ) څو چی امریکا به په هندوکش کی د دې چټلۍ څخه د یو آبرومندانه راوتلو لاره مومی .
که امریکا هوښیاري لرلای ، نو باید له افغانستانه راوتلې وای . خو قدرت هم لکه تریاک یو لوی اعتیاد دی . ځکه به نو د امریکا دغه تر ټولو اوږد جنګ همداسی روان وی ، پای .