
زما د اقصی دروازه
یهودو ولې تړی زما د اقصی دروازه
دا د معرا ج لاره د مصطفی دروازه
۱- زه درته مړښکاریږم که بې غیرته یمه
ماکې احساس نشته که بی ا لفته یمه
چې پری هروخت به ورتوکلیم الله دروازه
داد معرا ج لاره د مصطفی دروازه
۲- په ماحسا ب نه کړی رانه ډاریږی هم نه
هسې په نوم یادیږم رانه شرمیږی هم نه
چې آسمانوته یې یووړد روح الله دروازه
داد معرا ج لاره دمصطفی دروازه
۳- ماکې هغه وینه نشته چې میړنوکې به وه
هغه جذبه نه لرم چې زما نیکوکې به وه
دهرچا یادکې پا ته خلیل الله دروازه
دا د معرا ج لاره دمصطفی دروازه
۴- په کبا بومستې کړم اوپه چړچولګیا
په عیش عشرت کې غرق اوپه نشولګیا
نوزما د ي سترګې ووزی زبیح الله دروازه
دا د معرا ج لاره د مصطفی دروازه
۵- بیخې پوهیږمه نه چې څه بلا یم زه
دچا دخوب قیصه یم اوکه رښتیا یم زه
چې پری عمرورغئ رسول الله دروازه
د ا د معراج لاره د مصطفی دروازه
۶- صلاح الدین هیروم چې په سجدوپروت ؤ
مینه یې نه ما تیده اوپه سلګوپروت ؤ
(رزینه)ویې تړله د انبیا دروازه
دا د معراج لاره د مصطفی دروازه
دوشنبه ۳/۱۱/۲۰۱۴سهار ۱۱ شرقی بایې پاس (رزین)