د ارګ بل نوم مرګ دی

الحاج استاذ بیانزی

لومړۍ برخه

بسم الله الرحمن الرحیم

که وسې او هڅې مو د څه دلایلو د لرلو له امله کمي ، بیا هم په دې پوهیږو چه هیواد سیمه او نړۍ کې څه وحشت او ناخوالې حاکمیت لري . د دفاع او غچ اخستنې انتظار باسو . ارګ اشغال ، هیواد اشغال ، خاوره ،خلک او خپلواکۍ غصب شوې ، زموږ هویت ، فرهنګ، دین او ایین اشغال شوی ، زمونږ زمکه ، هوا ، غرونه ، دښتونه او سیندونه مو د نورو په واک او کارولو کې دي ، زموږ د کاذبې خپلواکۍ او جعلي جمهوریت اسلامي هویت ښودلو دپاره یې زموږ ځیني څومخي ، بې هویته او بي شخصیته غلامان لکه خرمل ، خرزاد، خرزی، ع او غ اوداسې نور ټومبلي ، د ملالۍ جویا خبره ( طویله ) کې یې د نورو غلامانو سره په سیاسي حالاتو مسلط کړي، زموږ هیواد یې ورباندي ګنده او بیلماځه کړی ، له اشغال وروسته اوس د اسلامیت او افغانیت د محوه کولو ، بدنامولو او بدلولو هڅې رواني دي.

د ارګ بل نوم مرګ دی!!

لکه څرنګه چې پرون د تره کي ، امین لعین ، خرمل ، نجیب ګاو او د نورو ( روسي غلامانو ) د پاره ارګ مرګ او درد جوړ شو ، په همدې ډول ډېر ژر به ان شاء لله د خرزاد ، خرزي ، ع او غ اونورو ( انګریزي غلامانو ) دپاره ارګ مرګ ، درد ، خرپ او ترپ جوړ شي . موږ دا وخت څو اونۍ او یا څو میاشتې اټکلولو ، مګر اشغالګر او لاسپوڅي یې بیا ورځي شماري؛ خوبونه تښتېدلي ، په تشنابونو یې له ویرې وار نه وي .

سفارتونه د ویزو د ترلاسه کولو دپاره له لویو وزارتونو ډېر مراجعین لري ، یعني وزارتونه تش او سفارتونه تر اخري کچې ډکېږي او تشېږي د ویزو اخستلو دپاره څوک اصلي او څوک جعلي اسناد ښکاره کوي او ډېر یې واسطې کاروي ، ځیني یې ځانونه ژباړن او اربکیان معرفي کوي، ځینو یې بیا برخلاف ږیرې اوږدې کړې ، تسبیح اړوي هر چیري د مجاهدینو صفت او بره وایي ، د هغو ښې یادونې کوي؛ ترڅو په دې واسطه ځانونه مجاهد نما یا د مجاهدینو پلویان معرفي او یا د مجاهدینو په مقابل کې خو یې مخالفت او دښمني نه لرله، راتلونکی اسلامي امارت کې که یې کوم مقام ترلاسه نه کړو، لا اقل د هغوی له څپېړو خو به ژغورل شوی وي ،همدا که د ارګ بل نوم مرګ نه وي نور څه دی ؟

افغانستان د لویو قدرتو هدیره ده !!!

لکه څرنګه چې په انفرادي ډول د یوه انسان خصلتونه د بل سره توپیر لري ، کورنۍ او قومونه هم یو له بله بیلې، مثبتي یا منفي ځانګړتیاوې لري. لکه د انګریزانو قوم چې د نړیوال شیطانت زانګو او استعماري کړنو کې مخکښه دی .اوږد مهاله پلانونه ، د نړۍ جغرافیاوي پولي دوی جوړوي او ورانوي ، تاریخ جوړونکي هم دوی ، د دموکراسي ، ایزمونو او هر ډول فتنو او درغلیو مبتکرین او متفکرین هم دوی دي او … ، برخلاف د افغانانو قوم بیا په غیرت ، شهامت، میلمستیا او د لویو قدرتو هدیره ده . ځیني یې بیا د یو څو ډالرو په مقابل کې د ځان ، ناموس او هیواد پلورلو ته اماده ګي ښیي ، د خاورې ، خلکو او خپلواکي د دښمنانو سره دوستي او د دې خلکو ، خاوري او خپلواکي مدافعینو سره دښمني کوي .

انګریزي استعمار چې د ټولي نړۍ سیاسي قدرت یې خپل کړی ، خپل اخري سیال ( افغانستان ) ته سره د مقابل دپاره د ټول نړیوالو غلامانو او بادارانو د مالي او نظامي قوت سره اخره کې راځي ، د افغانانو له مهارولو وروسته به د یهودي انګریزانو نړیوال حکومت اعلانوي ، ولي افغانستان ته راتګ یې د خپل قدرت د خښولو هدیرې ته راتګ بد زیری وو ، دا یې د مرګ ،وسې او ّهڅې وې، افغانستان ته ننوتل اسان مګر راوتل یې ګران کار دی. د قدرت جنازه به یې په ارګ کې پورته او د شهداوو د هدیرې په خوا ( د اشغلګرو په هدیره ) کې به خاورو ته وسپارل شي ، دوی روسانو ته د دې توصیه کوله او هغوی یې په دې ملامتول چې روسانو به له ننوتلو مخکې د افغانستان تاریخ لوستلی وای او یا به مو لږ تر لږه له انګریزانو پوښتلي وای ، وایي اور سیزلي اوبه پو کوي، مګر دوی سره د دې دومره کم عقل خره وو ، فکر څه چې شعور یې هم نه درلودل د هماغه مجاهدینو سره بیا پنجې ونښلولې چې د هند له لویې وچې یې وشړل .

زموږ هیواد د ظالمانو د هدیرې ځانګړتیا ولي لري ؟

زموږ د هیواد غیرتي افغاني ( بدن ) کې د سپیڅلې اسلامي نظام ( روح ) نغښتل شوی، یوله بله نه بیلیدونکي دي د دواړو په نغښتنه یې قوت لایتناهي زیات شوی، چې له الله ج غیر د هر لایتناهي شیطاني قوتونو سره مقابل کولی او بریالیتوب تر لاسه کولی شي ، د شهیدانو او غازیانو د غیرت او ویاړنو ډک تاریځ او نه ماتیدونکی او غښتلی ټولنیز جوړښت لري ، سربیره پر دې ټینګ ایمان او اوچت مورال لري، د نورو په کورنۍ چارو کې لاسوهنې بدي ګڼي او د نورو دې کار ته هم په کرکه ګوري ، د دوی هدف د خالق او دهغه د مظلوم مخلوق رضا ده ، ځانونه او مالونه د هغه رضا د تر لاسه کولو دپاره اله او وسېله ګڼي ، یعنی دوی مرګ له په لیوالتیا غیږ ورکوي ، دوی له مرګ نه ویریږي مرګ له دوی ډاریږي، نو د داسې خلکو سره به د هغه نړیوال طاقت او زور څه وي چې ژوند او د دنیا خوشالي او استثمار یې هدف وي ؟

همدې کار او همدې سپیڅلي هدف یې مورال او ایمان اوچت ساتلی ، جنګ په وسله نه په مورال تر سره کیږي ، او مورال د سپیڅلي هدف سره ملتیا لري او سپیڅلی هدف د خالق او مخلوق د دښمنانو سره جهاد او مقابله کول دي ، دې نتیجې ته رسیږو چې جنګ وسله نه بلکه وسله چلونکی او کارونکی کوي او وسله چلونکی هله بریاوې تر لاسه کوي چې د کوم سپیڅلي هدف دپاره له مال او سره تیر وي. دغه وسله چلونکو ته ( سرتیري ) وایې سرتیري په شعارونو نه ده چه هر معاش خور عسکر ته سرتیری وویل شي.

د همدې او داسې نورو له امله زموږ هیواد د نړۍ د لویو قدرتونو قبرستان جوړ شوی . موږ کږې سترګي ، کاږه لاسونه او کږې خولې سموو . که تیره ورځ مو میکناټن او برایدن ته د عبرت درس ورکړو ، پرون مو د برژنیف جنازه په اوږو پورته او له شوروي مو د روسي فیدراسیون جوړ کړو ، نن د همدغه شهیدانو او غازیانو په سپیڅلي ټاټوبي کې د ټول نړیوال استعمار ځنکدن دی، له پړانګانو مو پیشوګان ، او له ګیدړانو غلامانو مو ورته موږکان جوړ کړل ، د مرګ په انتظار شپې ورځي شماري دا که د الله ج رحم او معجزی نه وي نور څه دي ؟

د لومړۍ برخې پای

نور بیا….

و من الله التوفیق

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عباس
میلمه
عباس

وروره یو خوا هش دا د نا می سره الحاج مه لیکه – و بخشه مننه

عباس
میلمه
عباس

سمه ده وروره ، خو یو خوا هش دا د نا می سره الحاج مه لیکه – و بخشه مننه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

عباس صاحب السلام علیکم : ۱ ـ عباس صاحب ، اسلامی اداب یا موکده مسنونه طریقه دا ده چه له خبرو کولو مخکی ( سلام ) یاد کړی . ۲ ـ الحاج د حج به ترسره کولو تر لاسه کیږی کوم چه د اسلام پنځم ډير مهم رکن دی که په پوره اخلاص او مناسک یی په مناسبو او توصیه شوو لار ښودونو تر سره شی هغه انسان ته دا په عملی بڼه کی پی اچ ډی ده ، که یو څوک د لویدیز د شیطانی ملحدانه فلسفو پ اج ډی ( دکتوری ) اخلی ، هغه ته داکتر صاحب… نور لوستل »