نړۍ

قرانکريم ته د سپکاوي له امله عيسايي ښځه او مېړه ووژل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور سره نژدې کوهاټ رادها کشن سيمه کې يو عيسايي سړي او ښځه يې له دې امله ووژل شول، چې د قرانکريم سپکاوی يې کړی و.

د ځايي پوليسو يو افسر بنيامين رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دا پېښه کوهاټ رادها کشن سيمه کې رامنځته شوې ده.

بنيامين وايي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د شمعې او شهزاد په نوم عيسايي ښځې او مېړه تېره ورځ کوهاټ رادها کشن سيمه کې د قرانکريم سپکاوی وکړ او د ځايي خلکو غبرګون يې راوپاراوو او خلکو د خپلې غوسې او قهر له امله دواړه ښځه او خاوند ووژل.

ځايي چارواکي وايي، چې د پنجاب اعلی وزير شهبازشريف د پېښې د پلټنې په اړه يو پلاوی ټاکلی او د پېښې د هر اړخيزې پلټنې غوښتنه يې ترې کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې درې کاله وړاندې پنجاب ايالت کې يوې مسيحۍ جلکۍ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې سپکاوی کړی و، چې بيا د محکمې په امر بندي شوه او د پنجاب هغه د وخت والي سلمان تاثير د نوموړې جلکۍ ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، چې د ناموس رسالت قانون يو «تور» قانون دی او بايد لغوه شي.

د سلمان تاثير څرګندونو د پاکستان په لروبر کې د مسلمانانو غبرګونونه راوپارول او د نوموړي پر ضد لاريونونه او مظاهرې وشوې، چې بالاخره د سلمان تاثير يو خپل ساتونکي «ممتاز قادري» پلازمېنه اسلام اباد کې پر نوموړي د خپل ټوپک شپيلۍ ورواړوله او سلمان تاثير يې ۲۷ ډزه وويشت اوځای پر ځای يې وواژه.

ممتاز قادري، چې د ناموس رسالت قانون توهينوونکی سلمان تاثير يې وژلی و
ممتاز قادري، چې د ناموس رسالت قانون توهينوونکی سلمان تاثير يې وژلی و

د سلمان تاثير له وژنې وروسته د قانون پوهانو تر منځ دا بحثونه تاوده شول، چې ايا له محکمې پرته د يو چا وژل جايز دي کنه؟

يو شمېر قانون پوهانو ويلې، چې «له محکمې پرته د هر ډول مجرم وژل ناروا دي او د ممتاز قادري دا کړنه يو قانوني جرم بلل کيږي.»

بل پلو يو شمېر نورو اسلامپالو قانون پوهانو وويل، چې سلمان تاثير د ناموس رسالت سپکاوی کړی او دا داسې مثال لري، چې يو څوک چې د چا کور ته چې د مال او ناموس غل ورشي، نو د کور څښتن کولای شي، چې له محکمې پرته يې ووژني.

دغو قانون پوهانو ويلې، چې يو خو د پاکستان او اسلامي هېوادونو محاکمو څخه دا هيله بې ځايه ده، چې د اسلام او سپيڅلو اشخاصو توهينوونکي دې محاکمه کړي او بله دا چې د داسې پېښو په اړه يو مسلمان کولای شي، چې له محکمې پرته د ناموس رسالت توهينوونکی ووژني او د پاکستان قانون کې هم دغسې يوه استثاء وجود لري.

بايد وويل شي، چې د تېرو ديارلس کالو په ترڅ کې افغانستان کې د اسلام، قرانکريم او حضرت محمد صلی الله عليم وسلم په شان کې ډېرې سپکوونکې څرګندونې شوي، مګر تر اوسه هيڅ مجرم نه دی محاکمه شوی.

د مثال په ډول عبدالرحمن له اسلامه مرتد شو او په خوندي توګه ايټاليا ته ولاړ، مسيحي تبليغي ټولنې په خلاص لاس کار کوي او څو ورځې وړاندې د کابل ايکسپريس انګريزي ورځپاڼې د الله تعالی، قرانکريم او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان توهينوونکې څرګندونې وکړې، مګر د دولت په سرپرستۍ کې د نوموړې ورځپاڼې مسؤول مدير په خوندي توګه له هېواده وويستل شو او قضيه يې هم د محکمې د الماريو برخه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x