افغانستان

نوې کابېنه به په را روانو دوو اونیو کې دننه وټاکل شي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، د لړم۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په ارګ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې ټاکل شوې ده، د ملي وحدت په نوم د را منځته شوي حکومت نوې کابېنه په راتلونکو دوو اونیو کې اعلان او په کار پیل وکړي.

 د ولسمشر اشرف غني ویاند نظیف الله سالارزي پرون وویل، چې د ولسمشر له ژمنې سره سم به نوې کابېنه په را روانو لسو ورځو کې اعلان شي.

سالارزي زیاته کړه، چې د نوې کابینې د ټاکنې بهیر په لسو ورځو کې بشپړ شي او ورسره جوخت به ټولو هېوادوالو ته اعلان شي.

په داسې حال کې، چې د هېواد د اساسي قانون له احکامو سره سم، د نوي حکومت له را منځته کېدو وروسته باید په دوو میاشتو کې دننه نوې کابېنه غوره او په کار پيل وکړي؛خو دا چې اوس د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د لوړې له مراسو ، چې د ستمبر د میاشتې په «۲۹مه» نېټه تر سره شول، له دوو میاشتو زیاته موده اوړي او نوې کابېنه لا هم نه ده ټاکل شوې، له ګڼو هېوادوالو سره پوښتنې را ولاړې کړي.

له دې وړاندې ولسمشر د یوه فرمان په ترڅ کې ټول وزیران او والیان سرپرست اعلان کړي او تر نن ورځې په همدې نامه کار ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x