افغانستان

افغان جګړې خورا ډیر امریکایان معیوب کړي دي

46f0b77a0f41
واشنګټن پوسټ ورڅپاڼی یو راپور خپور کړی او لیکلی یې دي چی تیر کال په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو معیوبېدل د مخکنیو دوو کالو تر مجموعي تعداد هم زیات سوی دی .
راپور وایی چی بې پښو کېدل ۶۰٪ زیات سوي دي حال دا چی د تناسلی آلې یا خصیو له منځه تلل یا بېکاره کېدل ۹۰٪ زیات سوي دي چی دا ټول د ماینونو د چاودنو له امله دي .
راپور وایی چی په ۲۰۰۹ کی ۷۵ پوځیانو یوه یا دواړی پښې بایللی وې حال دا چی په ۲۰۱۰ کی دا شمیر ۱۷۱ ته ته ورسېد او د تناسلې سیسټم د معیوبینو تعداد هم د ۵۲ څخه ۱۴۲ ته جګ سو .
راپور زیاتوی چی کله بارک اوباما تیر کال افغانستان ته دیرش زره نور پوځیان هم ولیږل نو د دې پر ځای چی هر څه سم سوي وای ، برعکس د دغسی معیوبینو تعداد نور هم ورسره زیات سو او معنا یې دا ده چی طالبانو هم خپل جنګ او حملو ته شدت ورکړ .
راپور په پای کی وایی چی که دغه بهیر پایښت وکړی نو پر امریکایی ټولنه به د معیوبینو شمیر پرله پسی ور زیاتیږی .

ن. صمد، لر او بر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x