په قرآن کې ارواپوهنه ـ يوولسمه برخه

 
لیکوال: دکتور محمد عثمان نجاتي
ژباړن: دادمحمد ناوک

د_ کينه:

کينه په انسان کې هغه انفعالي حالت دى، چې د يو نعمت د زوال او پيداکولو په سبب پکې پيداکېږي، پر دې مانا چې غواړې له بله دغه نعمت و توږل شي، خو دى دې يې خپل کړي. مثلاً: کله يو څوک له بل چا سره پر دې خاطر کينه کوي، چې ولې هغه مال لري، او دى يې نه لري، بايد د هغه مال د ده واى. په قرآن کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم او مؤمنانو سره د يهودانو د کينې په اړه ډېر اشارې شته.

کله_کله د وروڼو ترمنځ هم کينه پيداکېږي، داسې چې يو ورور د بل ورور په يوه موقف له هغه سره کينه پيداکوي، چې ولې دى د هغه موقف لرونکى نه دى؟

پر همدې خاطر حضرت يعقوب عليه السلام، حضرت يوسف عليه السلام ته وايي، چې خپل خوب دې وروڼو ته ونه وايې، ځکه چې هغه د ده د وروڼو له کينې ډارېده:

ژباړه: ويې ويل: اى زويه! وروڼو ته دې خوب مه وايه، (چې د شيطان په لمسه به له تاسره کينه پيدا کړي) او د هلاکت په تدبير سره به تاته د هلاکت تدبير ونيسي. بې شکه شيطان د انسان ښکاره دښمن دى.(يوسف، ٥آية)

د ځمکې پر مخ لومړنۍ کرکه د قابيل وه، چې له خپل ورور هابيل سره يې د ښځې او قربانۍ د قبلېدو پر سر پيدا شوه. اوهمدغه د هابيل د قربانۍ د قبلېدو کرکه وه، چې قابيل هغه وواژه. همدغه کينه پر انسان دومره اغېزه کوي، چې غواړې هماغه څوک چې د ده ورسره کينه ده، په يو ډول يا دى ياهم د کينې سبب له منځه يوسي. لکه قابيل چې هابيل وواژه، يا د حضرت يوسف عليه السلام وروڼو هغه مبارک په څا کې واچاوه. الله جل جلا له امر کوي، چې له کينه کښو خلکو پر ما پنا وغواړئ.

ه_ خپګان:

دا د خوښۍ ضد يو انفعالي حالت دى او د يو ګران چا يا شي په له لاسه ورکولو سره يا هم د کوم با ارزښته کار په بې پايلې او…په وسيله په انسان کې پيداکېږي. په قرآن کې د حضرت موسى عليه السلام د مور بې بې هغه خپګان ته اشاره شوې، چې کله يې حضرت موسى عليه السلام په صندوق کې بند کړ او د اوبو څپو ورو_ ورو ترې لرې کاوه:

ژباړه:هغه (موسى عليه السلام) مو مورته را وګرځاوه، چې سترګې يې پرې يخې شوې او غمجنه نه شي او وپوهېږي چې د الله جل جلا له وعده حق ده، مګر ډېر يې نه پوهېږي.(قصص، ١٣ آية)

په قرآن کريم کې د ثور په غار کې د حضرت اميرالمؤمنين ابوبکر صديق رضى الله عنه خپګان او اندېښنې ته داسې اشاره شوې:

ژباړه: … او هغه وخت چې له دو تنو نه په غار کې يوه (خپل ملګري) ته وويل: مه ډارېږه الله جل جلاله له موږ سره دى…)توبه، ٤٠آية)

د قرآن کريم په ډېرو آياتو نوکې خپګان او اندېښنه له ډاره سره يو ځاى راغلي، او دا راښيي چې دغه دواړه (خپګان او ډار) دوه انفعالي حالتونه دي، چې د انسان په ژوند کې ټکان راوستلى شي او له دې دواړو د خلاصون لاره په پورته آيات شريف کې هم ښوول شوې ده، چې هغه پر الله جل جلا له ايمان_او پردې باور لرل چې الله جل جلا له راسره شته_دى او د الله جل جلا له د اوامرو کلکه منله هم، د دې حالتو نو ښه مخنيوى کولاى شي:

ژباړه: ورته ومو ويل: له جنته ټول کوز شئ!نوکه مالارښوونه درته وکړه نو که چا زما لارښوونه ومنله، پرهغوى به هيڅ ويره او غم نه وي.(بقره، ٣٨آية)

و_ پښېماني:

دغه انفعالي حالت په انسان کې له يوې ګنا او ملامتۍ وروسته د تاءسف اود دې چې ارمان دا خو مې نه واى کړي، څرګندونه ده. دغه کړنه د انسان د شخصيت پر ښه ودې ښه اغېزه کوي او له ګناوو او داسې کارونو چې وروسته بيا پرې پښېمانه وي، اسنان لرې کوي. په بشريت کې لومړنۍ پښېمانتيا هماغه د حضرت آدم عليه السلام او بې بې حوا عليها السلام د هغې ونې پر خوراک څرګندونه ده، چې دوى ترې منع کړى شوي وو.

په بشريت کې دويمه پښېمانې په څوپاڼو مخکې يادې شوې کيسې کې د هابيل پر وژنه د قابيل پښېمانې ده:

ژباړه: نفس هغه د ورور وژنې ته ترغيب کړ، ويې واژه، نو له تاوانيانو څخه شو. نو الله جل جلا له کاغى ولېږه چې ځمکه پر منګولو( او مښوکه) ژوره کړي، چې هغه ته يې وروښيې ، چې د ورور ډانچه  څنګه تر خاورو لاندې کړي.(قابيل) له ځانه سره وويل: ارمان چې زه تر دې کاغي عاجزيم، چې د ورور ډانچه په خاورو کې پټه کړم نو له پيښمانيانو څخه شو.(مائده، ٣٠_٣١آية)

قرآن کريم په قيامت کې د کفارو په خپله بې ايماني پښېمانې ته داسې اشاره کوي:

ژباړه: او هغه ورځ چې ظالم په خپل لاس خولې لګوي او وايې: ارمان چې (په دنياکې) مې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره (د دوستۍ او ريښتنولۍ) لاره نيولې واى.ارمان!ارمان چې پلانى (کافر،فاسق) مې نه واى ملګرى کړى.(فُرقان، ٢٧_٢٨ آية)

پاتې شته

تېره برخه دلته لوستی شئ:
http://www.nunn.asia/27828/%d9%be%d9%87-%d9%82%d8%b1%d8%a2%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%d9%80-%d9%84%d8%b3%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د