fbpx
قومندان بهادرشاه، دا د یاخېلو ولسوالي د مټاخېلو د اربکیانو قومندان دی

اربکیان، د خلکو زامن په زور پوستو ته وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په ګڼو کلیو او بانډو کې د سیمې اربکیان کم عمر هلکان له ځانو سره ملګري کوي او که انکار وکړي، نو له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

د اربکیانو د اخلاقي فساد اړوند دولتي مسوولین هم اعتراف کوي او وايي چې محلي پولیس خو لاڅه، چې په ملي پولیسو کې هم اخلاقي کمزورتیاوې شته، چې د دوی په خبره ډېری يې د بې سوادۍ له امله دي.

د پکتیکا ولایت د یحی خېلو اوسېدونکي وايي چې په دې سیمه کې مېشت اربکیان په کلیو کې کم عمره ښایسته هلکان په زور پوستې ته یوسي او له څو ورځو وروسته يې ټوپک ورپه غاړه کړي.

د دې سیمې د مټاخېلو د کلي یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د دوی په سیمه کې هر مازیګر د نږدې پوستې اربکیان د دوکانو لوري ته ورځي او کم عمره ښایسته هلکان له ځانو سره وړي.

هغه وايي: «هلک ته په غوسه راشي، چې تا ولې په اربکیانو پسې ښکنځل کول، پوستې ته يې بوځي چې شپه پرې تېړه کړي، نو په سبا ورته وايي چې که له موږ سره کارکوې خو جوړه خبره ده، کنه بیا دې ویډيو نشروو.»

ورته خبره د مرکز ښرنې د مېرزا کلا یو تن اوسېدونکي هم وکړه، هغه وايي چې د زړه ښرنه نومي کلا کې د لعل خان په مشرۍ مېشتو اربکیانو د نږدې کلیو اتلس تنه هلکان په همدې پلمه او همدې ډول له ځانو سره وړي دي.

د سیمو اربکیان د تلیفون پر لیکه سپکې سپورې وايي او دا هسې پوچ تبلیغات بولي، خو نن ټکی اسیا په یادو سیمو کې د کم عمره هلکانو او د دوی د قومندانانو انځورونه تر لاسه کړي دي.

دا مشر کریم شاه نومېږي، یار يې دا ماشنګڼې وال قریب الرحمان نومېږي، د یاخېلو د ګوډلو د کلي اربکیان دي

دا مشر کریم شاه نومېږي، یار يې دا ماشنګڼې وال قریب الرحمان نومېږي، د یاخېلو د ګوډلو د کلي اربکیان دي

په دې انځور کې قریب الرحمان چې په اربکیانو کې په قربو مشهور دی، د یحی خېلو ولسوالي د مارزکانو په سیمه کې د پوستې د قومندان کریم شاه په واسطه اربکیانو ته جذب شوی دی.

زموږ د شواهدو پر بنیاد قریب الرحمان خپل ښوونځی تېر کال په لسم ټولګي کې پرېښود او کریم شاه په هڅونه يې لومړی د سګریټو، وروسته د ویډیوګانو د بلوتوت او په پایله کې يې د پوستې تر دېوالو ورساوه.

د قربو هم ټولګي وايي چې هغه له طالبانو سره هیڅ دښمني نه درلوده، او نه يې هم تراوسه په ټوپک ټک کړی دی، خو کریم شاه په مخدرو توکو روږدی کړی، چې قربو ته بې له هغو ژوند سخت و.

د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي ولسي وګړي هم پورته خبرې تکراروي او موږ د دې سیمې د اربکیانو د قومندان عیدمحمد د هلک یو انځور ترلاسه کړی دی.

دا بهادر نومېږي، د اومنې ولسوالي د اربکیانو د قومندان عیدمحمد هلک دی

دا بهادر نومېږي، د اومنې ولسوالي د اربکیانو د قومندان عیدمحمد هلک دی

په پورته انځور کې هلک بهادر د ماخان زوی، چې د اومنې ولسوالي د زواکي د کلي اوسېدونکی دی اوپه یاده سیمه کې د اربکیانو د قومندان ساتونکی هم دی.

د بهادر پلار وايي چې زوی يې اربکیانو په ډېر چل ورنه بیولی دی.

هغه وايي: «زوی مې اوس زما نه مني،اوس يې ترما هم غټه وايي، خو زما سخت ارمان دی، په شپږ زره څوک ولاکه خپل زوی مړ کړي.»

هغه وايي چې په سیمه کې قومندان عیدمحمد د ده زوی ته لومړی ویډیوګانې ورښکاره کولې او وروسته يې د سګریټو په یاري کې تر پوستې ورساوه.

بهادر چې شاوخوا پنځلس کاله عمر لري، په خپله سیمه کې په بد اخلاقي فساد تورن دی.

بګی نومېږي، د یاخېلو ولسوالي د مغلې د کلي د اربکیانو د قومندان بګوړ هلک دی

بګی نومېږي، د یاخېلو ولسوالي د مغلې د کلي د اربکیانو د قومندان بګوړ هلک دی

په پورته انځور کې ځوان په اربکیانو کې په بګي مشهور دی، چې په یاخېلو سیمه کې د غفار قومندان په پوسته کې دنده لري.

بګی په یاخېلو کې خپل دوکان تر خپلې دندې ځار کړ او د غفار په هڅونو او پورته یادو تکتیکونو د دوی ملګری شو.

ghafar_komandan

په پورته انځور کې قومندان غفار د خپلو ملګرو په منځ کې لیدل کېږي.

یاده دې وي په پکتیکا سربېره، په غزني کې هم ولسي وګړي له ورته پېښو او چلندونو شکایت وي او وايي چې دولت دې په دې برخه کې مرسته وکړي، کنه د خپل عزت د خوندیتوب په پار به ټوپک ته لاس کړي.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د