مشرانو جرګې رييس: د ولایتي شوراګانو د لوړې مراسم دې وځنډېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي چې د ولایتي شوراګانو د وکیلانو د لوړې مراسم دې وځنډېږي.

فضل الهادي مسلمیار تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ګډ حکومت مشر دې د ولایتي شوراګانو د ټاکنیزو ناندریو د حل لپاره ځانګړې محکمه دایره کړي.

نوموړي وویل: «موږ له جمهور ريیس نه هیله کوو، چې د ټاکنیزو ناندریو تر حل پورې دي د ولایتي شوراګانو د وکیلانو د لوړې مراسم وځنډوي او د دې جنجالونو د حل لپاره دې ځانګړې محکمه دایره کړي.»

خو وړاندې تر دې په ځینو ولایتونو کې د سرپرست والیانو د ولایتي شوراګانو د بریالي شویو نوماندانو د لوړې مراسم ترسره کړي دي.

ویل کېږي چې د ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو ولایتي شوراګانو ته بریالي شویو نوماندانو د لوړې مراسم ترسره کړي دي.

تر دې وړاندې تېره یکشنبه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون مسوولین د مشرانو جرګې ځانګړې ناستې ته غوښتل شوي وو.

چې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو د کمیسیون د مسوولینو نه سوبتیا د مشرانو جرګې غړي قهرولي دي او دايې د ملت استازیو ته سپکاوی بللی دی.

پر دې سربېره د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مرستیال عبدالرحمن هوتکي څرګندونې دوی ته هیڅ قناعت نه دی ورکړی او یاد ارګانونه په ټاکنیزو جنجالونو کې ملامت دي.

د مشرانو جرګې غړی او په ولایتي شوراګانو ټاکنو کې ناکام نوماند داود اساس وايي چې ولسمشر باید په ټینګه سره د ولایتي شوراګانو د بریاليو نوماندانو د لوړې د مراسمو مخه ونیسي، تر څو ستونزې حل شي.

د ولایتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له لومړي دور ټاکنو سره یوځای د روان کال د لومړۍ میاشتې په شپاړلسمه ترسره شوې دي، چې لا يې هم پایلې خورا په جنجالي پروسه کې ښکېلې دي.

که څه هم ناکام نوماندان چورلټ د ولایتي شوراګانو ټاکنیزه پروسه له درغلۍ ډکه بولي، پر دې سربېره ځينې بریالي نوماندان هم وايي چې یاده پروسه له درغلي خالي نه وه.

د پکتیکا ولایتي شورا ته بریالی نوماند او د کابل پوهنتون محصل عبدالغني پکتین پخپله فیسبوک پاڼه لیکي چې که څه هم ټاکنیزه پروسه له عدالته لرې وه، خو بیا دې هم بریالیو ته مبارک وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د