يهودي ښکېکلاګرو د مسجد اقصی لسګونه ساتونکي او لمونځ کوونکي ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): فلسطيني رسنۍ وايي، چې يهودي ښکېلاګرو نن سهار وختي مسجد اقصی کې پر لمونځ کوونکو اوښکې بهوونکی غاز او د پلاستيکي مرميو ډزې وکړې او د خپل ښکېلاکي فکر شعارونه يې ورکول او د ګڼو لمونځ کوونکو په ګډون يې د مسجد اقصی لسګونو ساتونکي ټپيان کړل.

«فلسطين الان» خبري اژانس وايي، چې ګڼو اسراييلي عسکرو مسجد اقصی کې پر لمونځ کوونکی د پلاستيکي مرمريو ډزې وکړې، اوښکې بهوونکی غاز يې وکاراوو او سخت دريځي يهودان د مسجد اقصی دروازې ته رارسيدلي او غواړي، چې جومات ته ننوځي او دمګړی د فلسطيني ځوانانو او يهودي ښکېلاګرو تر منځ نښتې روانې دي.

د مسجد اقصی ساتونکي وايي، چې د يهودي اشغالګرو په ډزو کې د مسجد اقصی ګڼ ساتونکي او نور ځوانان ټپيان شوي او اسراييلي عسکر ايمبولانسونه او مرستندويه ډلې نه پرېږدي، چې د ټپيانو درملنه وکړي.

فلسطين الان د سخت دريځو يهودانو له قوله وايي، چې دغو افراطي يهودانو تېرو ورځ اعلان کړی و، چې نن به زرګونو يهوان مسجد اقصی ته ننوځي او د مسجد اقصی سپکاوی به کوي، مګر د مسجد اقصی ساتونکو او فلسطيني ځوانانو اسراييلي عسکرو سره مقابله پيل کړې او دمګړۍ هم خونړۍ نښته روانه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د