نظــر

د اسلامي دولت پر وړاندې د امريکا ماتې یقيني ده

ليکوال: عبدالباري عطوان- د عربي چارو لندن مېشتی کارپوه او د «رأي اليوم» تحليلي ويبپاڼې مسؤول مدير
ژباړن: احمدالله احمدزی

موږ دېته اړتيا نه لرو، چې عراق، سوريه او د اسلامي دولت اړوند د امريکايي پاليسۍ د ناکامۍ په اړه د واشنګټن پوسټ اونورو لويديځو رسنيو سرمقالې ولولو؛ ځکه چې موږ کوباني« عين العرب» کې د امريکا وارخطايي او وېرې له امله دا پرېکړه کولای شو، چې امريکا منځني عراق او سوريه کې د اسلامي دولت او نورو جهادي ډلو پر وړاندې له سختې ننګوونکې ماتې سره مخ ده.

د امريکايي چارواکو په وينا د دوی هوايي بريدونه د اسلامي دولت د کمزوري کولو او له هغې وروسته يې د له منځه وړلو لپاره دي، مګر موږ ګورو چې د دوو مياشتو په تېرېدو اسلامي دولت نه يوازې دا چې کمزوری شوی نه دی، بلکې نور هم مخ پر وړاندې روان دی او د کرديانو ستر ښار کوباني «عين العرب» ډېره برخه يې په خپله ولکه کې نيولې او د سوريې حمص کې يې د غازو يو ستر مرکز نيولی دی او د اسلامي دولت نا اعلان شوي ايتلافي جهادي ډلې «النصرة» د ادلب ښار ډېره برخه نيولې ده.

دې کې شک نه دی پاتې، چې امريکايي چارواکي خو په ظاهره د اسد رژيم د تروريزم ځاله بولي، مګر ځمکني حقايق دا وايي، چې د امريکا ټول زور د اسد درژيم د مخالفو وسله والو ډلو پر ضد دی او هر ځای د دغو ډلو پر مرکزونو بمبارۍ کوي، چې دا کار د بشارالاسد څرګند ملاتړ ګڼل کيږي.

په څرګندو ټکو وايو، چې د منځني ختيځ په اړه د امريکا اټکلونه غلط و او د خپلې غلطې ستراتيژۍ له امله يې د اسد مخالفې جهادي ډلې وځپلې او د جبهة النصرة او اسلامي دولت پر مرکزونو يې درنې بمبارۍ پيل کړي او د ترکيې په ګډون د سيمې هېوادونو سره يې هم اړيکې ډېرې ترينګلې دي.

د سوريې ډېری اسلامپال د ازادۍ جنګيالي «الجيش الحر» د بشارالاسد او امريکا ګد ګوډاګيان بولي؛ ځکه چې دغه وسله واله ډله کوباني کې د بشرمکة کردي جنګياليو او امريکايي جنګي الوتکو په مرسته د اسلامي دولت پر ضد جنګيږي.

زه چې څو ورځې مخکې دوبۍ ته د کتاب نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره تللی وم، ډېرو شامي خلکو سره مې خبرې وشوې، چې ټول يې د خپل هېواد د کړکچنو حالاتو له امله اندېښمن وو او د لوديديځ په ځانګړې توګه د امريکا له پاليسۍ ډېر نهيلي وو او دا خلک داسې فکر کوي، چې دوی د لويديځ په دام کې راګير شوي دی. دغه خلک فکر کوي، چې د بشارالاسد پر ضد د سوريې خلکو سوله ييز پاڅون پيل کړ، مګر د بشارالاسد رويې او د غربي هېوادونو لاسوهنې دغه پاڅون وسله وال کړ او ټوله سوريه يې په کنډوالې بدله کړه او لکونو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او لکونو نور سوريايان يې در په در کړل.

د څلورو کالو په تېريدو، چې د بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي، لومړی امريکا په دې اند وه، چې د بشارالاسد نظام دې ړنګ شي، مګر چې کله دېته متوجه شوه، چې سيمه کې اسلامي دولت او النصرة جهادي ډلې قوي شوې، نو اوس يې خپله ستراتيژي بدله کړه او د اسد نظام د ړنګولو پر ځای يې د اسلامي دولت او النصرة جهادي ډلې د ځپلو او له منځه وړلو هڅې پيل کړي دي.

اوس موږ تاسې ټول پوهيږو، چې امريکا نه پوهيږي، چې څه وکړي، ځکه چې د عراق د لومړي وزير حيدر العبادي حکومت د شيعه توکمپالي نوري المالکي د بديل په توګه رامنځته شوی دی. عبادي هم د عراقي سنيانو ملاتړ خپل نه شو کړای او عراقي ولس یې پر ځان راټول نه شو کړای او د دې تر څنګ د امريکا عرب ايتلافي هېوادونو، لکه سعودي عربستان، مصر، قطر، اردن او متحده عربي اماراتو څخه هم لاره خطا ده، چې د اسلامي دولت پر ضد خو هوايي بريدونه ناکام شول، نو ايا اوس عراق او سوريې ته ځمکني عسکر ولېږي کنه؟ او د عبادي حکومت هم د ايران په اشاره نه غواړي، چې د عربي هېوادونو ځمکني پوځونه دې عراق کې مداخله وکړي.

د امريکايي چارواکو د وارخطايي يوه نمونه دا ده، چې وړمه ورځ د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن سي ان ان تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی له ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان څخه د هغه تورونو بښنه نه ده غوښتې، نو دوی ترکيه د ترهګرۍ په ملاتړ تورنه کړې وه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې کوښښ کاو، چې د ترکيې غوسه را کمه کړي او د يو ايتلافي هېواد په توګه يې خوښ وساتي.

د منځني ختيځ په اړه د امريکا ستراتيژي بنګسارې ده؛ ځکه چې د امريکا او ايتلافيانو پوځي مداخلې د پخوا په څېر قوي نه دي او د امريکايي اشغال مخالفې وسله والې ډلې ورځ تر بلې قوي کيږي او اسلامي ولسونه هم د امريکا پر سياست هيڅ باور نه کوي او هرې خبرې ته يې د شک په نظر ګوری، نو په لنډو ټکو ويلی شو، چې د اسلامي دولت او نورو جهادي ډلو پر وړاندې د امريکا ماتې ډېره يقيني ده او د بريا چانس يې د نشت برابر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x