افغانستان

امرخېل: د افغان عسکرو تعلیم او تربیه چندان ښه نه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د افغان عسکرو تعلیم او تربيه چندان ښه نه ده او وورسره جوخت ډېرې کمزورې وسلې لري.

پورته څرګندونې د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو د عمومي قومندان جنرال جان کیمپل په هغه مرکه تبصره کوله چې له فارن پالیسي سره يې د تلیفون په کرښه کړې وه.

جنرال عتیق الله امرخېل په داسې حال کې د افغان عسکرو ښوونیزې او روزنیزې کمزورۍ خبره کوي چې لوړپوړي امنیتي مسوولین هم ورته څرګندونې کوي او د خپلو عسکرو نیمګړې روزنه او ښوونه یوه لویه تشه بولي.

تېره شنبه د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر هم په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی د خپلو پولیسو په سمه روزنه کې پاتې راغلي دي.

جنرال ظاهر په ګڼو نورو ستونزو سربېره د پولیسو ناسمه روزنه او د ګڼ شمېر پولیسو بې سوادي هم د هغوی د ناکامي علت وګڼل.

نوموړي وویل چې يواځې د کابل په پولیسو کې شپږ زره تنه بې سواده دي.

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې ده سږ کال نړیوال جنګي عسکر له افغانستانه ووځي، خو د طالبانو په وړاندې د افغان عسکرو د روزلو لړۍ به روانه وي.

جنرال کيمپل له فارن پالیسي سره په مرکه کې پر دې ټینګار کړی چې افغان عسکر لا هم د دوی روزلو او پاللو ته اړتیا لري.

پوځي شنونکي او مسوولین په داسې حال کې د افغان عسکرو د کمزورۍ خبره کوي چې په مقابله کې وسله وال د دوی په خبره لا منظم او زورور شوي دي.

تېره شنبه د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار هم د دې ولایت د علماوو له شورا په لیدنه کې وویل چې طالبان د دوی پر نسبت خورا منظمه رهبري لري، چې دوی يې په وړاندې د مرکزي حکومت د همکارۍ له نشتوالي بې وسه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x