افغانستان

چارواکي: په بدخشان کې د لادرکه عسکرو لټه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لادرکه شویو افغان عسکرو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي چې دوی په ودروج ولسوالي کې د هغو عسکرو په لټه بوخت دي چې څو ورځې وړاندې طالبانو په یوه جګړه کې ژوندي وړي دي.

چارواکي وايي چې طالبانو اوه ویشت تنه عسکر له ځان سره وړي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې دوی دېرش تنه ژوندي نیولي دي.

د بدخشان په ودروج ولسوالي کې د روانې لمریزې میاشتې په درېیمه ورځ د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ په خونړۍ نښته کې لس عسکر وژل شوي او دېرش نور طالبانو ژوندي وړي وو.

د بدخشان د والي ویاند وايي چې په سیمه کې اوس حالت عادي شوی او په خبره يې افغان عسکر د وردوج مهمو نقطو ته رسېدلي دي.

په داسې حال کې چې ځينې سرچينې لا هم د بدخشان په وردوج، ارګو او جرم کې د نښتو د دوام خبرونه ورکوي.

په دې وروستيو کې يو شمېر رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي، چې د پخوا په پرتله طالبانو شمال کې د خپل واک او ځواک سيمې پراخې کړي دي.

د رويټرز مشهوري لویديځ خبرې اژانس خبريال د ځايي خلکو له قوله وايي، چې دولتي قاضيان ترې د عادي قضيې د حل لپاره هم په لويه کچه رشوت غواړي او دعوه کلونو کلونو ته غځوي او د طالبانو قاضيان سخته او ستونزمنه قضيه هم په لنډه موده کې له هر ډول مصرف پرته د شريعت په رڼا کې ور حل و فصل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x