افغانستان

افغان عسکر خپلې وسلې پر طالبانو پلوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): پوليس، اربکيان او د ملي اردو عسکر خپلې وسلې د دې لپاره پر طالبانو پلوري، چې له څو مياشتو يې خپلې تنخواوې نه دي تر لاسه کړي.

راپورونه وايي، چې د ننګرهار، لوګر، غزني، ميدان وردګ او يو شمېر نورو سيمو کې پوليس خپلې وسلې د دې لپاره پر طالبانو پلوري، چې خپلې کورنۍ ته پرې خواړه واخلي؛ ځکه چې د دغو پوليسو په وينا له تېرو څو مياشتو يې تنخواوې نه دي ورکول شوي.

د يو شمېر اربکيانو او پوليسو له قوله ويل شوي، چې دوی مجبور دي، چې د يوې مړۍ ډوډۍ او سړو څخه د ځان ژغورلو لپاره خپلې وسلې خرڅې کړي او خپلې کورنۍ پرې وساتي او داسې راپورونه هم راغلي، چې ګڼ شمېر پوليس، اربکيان او د ملي اردو عسکر د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

د لوګر ولايت د پوليسو يو لوړ پوړي مشر اکبر علي ويلي، چې دوی سره پنځوس ميله سپکې او درنې وسلې دي او که مرکزي حکومت د دوی تنخواګانې وځنډوي، نو دوی به د دغو دولتي وسلو پر پلورلو پيل وکړي، تر څو خپلو کورنيو ته پرې يوه مړۍ ډوډۍ واخلي.

خبر کاږي، چې ډېرو ځايونو کې پوليسو او اربکيانو ته د وعدې سره سم خوراکي توکي او نور اړين توکي هم نه رسيږي او دغو اربکيانو او پوليسو رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې که دوی خبر وای، چې حکومت به داسې بې پرواهي ورسره کوي، نو هيڅکله بې د طالبانو پر ضد ټوپک نه وی راخيستی.

امريکا او نړيوالې ټولنې پر افغان امنيتي ځواکونو ميلياردونه ډالر ولګول، مګر نړيواله ټولنه وايي، چې دوی دا مصرفونه ټول بې ځايه کړي او هيڅ ګټه يې نه ده کړې.

افغانستان لپاره د مرستو د څار او څېړنې د کميټې «سيګار» مشر جان سپوکو ويلي، «موږ په افغانستان ميلياردونه ډالر پر پوليسو، ملي اردو او اربکيانو ولګول، مګر د دغو مرستو ډېره برخه د اداري فساد له امله بې ځايه لګېدلې ده. د کورنيو چارو وزارت او د امنيتي عسکرو د روزنې اداره دا ځواب نه شي ويلی، چې دوی دا ميلياردونه ډالر چېرته او څنګه لګوی دي»

تېر کال د شفافيت نړيوالې ادارې په خپل کلني راپور کې ويلي و، چې په اداري فساد کې افغانستان د نړۍ په کچه دوهم نمبر هېواد دی.

نژدې يوه مياشت مخکې هم افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او څېړنې اداري «سيګار» په خپل راپور کې ويلي و، چې افغان چارواکو د ميلياردونو ډالرو شپاړس الوتکې د کباړ په بيه پلورلي دي، مګر افغان چارواکي وایي، چې دا ډول تورونه ټول بې ځايه دي او نړيواله ټولنه غواړي، چې د دوی شخصيت او حيثيت ته زربه ورسوي.

په دې اړه د روسي تلویزون راپور په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x