
سیګار: له امریکايي پوځه ۱۵۶۰۰ پوځي وسایل ورک شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره پخپل تاز راپور کې وايي چې په افغانستان کې له امریکايي پوځه ۱۵۶۰۰ پوځي وسایل ورک دي.
یادې ادارې د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه د ټولو ورکو شویو پوځي وسایلو شمېر ۱۵۶۰۰ بللی دی، چې پکې با ارزښته او متوسط ارزښته وسایل شامل دي.
په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره یا سیګار وايي چې د یادو ټولو ورکو شویو وسایلو ارزښت ۴۲۰ میلیونه ډالره دی.
د دې ادارې د راپور له قوله د وسایلو په ورکاوي کې امریکايي پوځ ملامته دی او ښايي دغه وسایل بیا ونه موندل شي.
سیګار په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره ده چې په افغانستان کې پوځي او بیارغونې په برخه کې د امریکايي لګښت څاري او وخت په وخت له رسنیو سره خپل راپورونه شریکوي.
یادې ادارې د روانې لړم میاشتې په اوومه په یوه راپور کې د افغانستان دکورنیو چارو وزارت هم ملامت بلل و، چې په خبره يې د مخدره توکو سره دمبارزې تر نامه لاندې يې په ولایتو کې څه نه دي کړي.
نژدې يوه مياشت یادې ادارې په خپل راپور کې ويلي و، چې افغان چارواکو د ميلياردونو ډالرو شپاړس الوتکې د کباړ په بيعه پلورلي دي، مګر افغان چارواکي وایي، چې دا ډول تورونه ټول بې ځايه دي او نړيواله ټولنه غواړي، چې د دوی شخصيت او حيثيت ته زربه ورسوي.
امریکايي پوځ د ۲۰۰۱میلادي کال د اکتوبر په اوومه د ناټو په ملګرتیا په افغانستان برید وکړ او د طالبانو د وخت حکومت د افغانستان اسلامي امارت يې له منځه یووړ.