
تخار: مور خپله نوې زېږیدلې لور وژلې؛ کاپسا کې یوې معلمې ځانوژنه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال تخار ولایت کې یوې مور خپله نوې زیږدلې لور وژلې ده.
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ویلي چې دغې ښځې خپله لور تر زیږیدلو ۲ ساعته وروسته خفک کړې او وژلې یې ده.
د اسیر په وینا پېښه تېره ورځ ناوخته د ینګي قلعه ولسوالۍ د خواجه حافظ په سیمه کې رامنځته شوې.
اسیر د دغې پېښې تر شا لامل کورنی تاوتریخوالی ګڼي.
«د دې مېرمنې له واده ٤٠ ورځې تېرېږي. هغه وايي د نامزدۍ پر مهال د خپل مېړه له خوا امينداوره شوې، خو مېړه يې ماشوم خپل نه ګڼي.»
د تخار امنیه قومندانۍ ویاند وایي چې د پېښې په تړاو يې د ماشومې مور نیولې او د یادې پېښې د څرنګوالي په تړاو له مېرمنې او میړه څخه نورې څېړنې هم کوي.
کاپيسا کې ښځېنه معلمې ځان وژنه کړې
بل پلو د کاپيسا ولایت په کوهستان اول کې یوې ښځېنه معلمې ځان وژنه کړې.
د کوهستان اول ولسوال عبدالفتاح شفیق د لړم پر ۱۴مه پژواک ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ملاخیل په سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د ملاخیل په سیمه کې یوې ۳۸ کلنې معلمې په مرۍ کې پړی اچولی او ځان یې وژلی.
ولسوال وايي چې د پېښې په تړاو پولیسو څېړنې پيل کړي خو تر دې مهاله د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم شوې.
شفیق وايي چې یو کس یې د پېښې سره د تړاو په تور يې یو کس نیولی چې تحقیقات ترې روان دي.