fbpx

د قران د یوې جملې ‘وَلَا تُسْرِفُوا’ اعجاز

لیکوال: حامد افغان

د یوې نوې طبي څیړنې پایلو په ډاګه کړې ده چې که د دوی خوراکي معادله په پام کې ونیول شي په مټ به یې 20% کې د انسان عمر زیات شي، دا خوراکي معادله بیخي ساده او اسانه ده، هغه داسي چې په غذايي نظام کې باید له “اسراف ” او بدخرڅي نه ځان وژغورل شي، په ځانګړې توګه په نباتي خوړو کې، په خوړو کې له اسراف نه ځان ساتل او زیات غوړین خواړه نه خوړل طبعاً په وینه کې د کولیسټرول نسبت کموي او د کولیسټرول په کمښت سره د ویني فشار کمیږي، او د دې دواړو په کمښت او کنترول سره د زړه د حملې مخنیوی کیږي. او په دې سره په ناڅاپي مړینو کې کموالی راځي.

راځو په شرعي لحاظ د “اسراف ” موضوع ته لیږ تم کیږو، قرانکریم وایي: وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ [الأعراف: 31]، یعني او خوراک کوئ او څښاک کوئ او اسراف مه کوئ بې شکه هغه (الله) له اسراف کوونکو سره مینه نه لري. د قران د اسراف نه کولو خبره (وَلَا تُسْرِفُوا) د همدې طبي معادلې خلاصه ده او که څوک د قران دا خبره عملي کړي نو د دې طبي معادلي له ګټو به برخمن شوی وي او هم به یې ثواب ترلاسه کړی وي. یعني که دا ایت عملي کړو نو له ثواب سره به د ښه صحت او اوږده عمر نعمت ترلاسه کړو.

دا راز دا مبارک ایت که ټول نړیوال عملي کړي له یوې بلې لویې نړیوالې ټولنیزې ستونزې به نجات ترلاسه کړي چې هغه په نړۍ کې د غربت او لوږې ستونزه ده، د رویټر خبري اژانس له راپور سره سم په نړۍ کې هر کال 30% کې خوراکي توکي ضایع کیږي چې دا د 800 ملیونه وږیو بس کیږي. د دې نړیوالې سترې ستونزې د حل له پاره دا قراني لنډه جمله کافي ده: وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ. [الأعراف: 31]، یعني او اسراف مه کوئ بې شکه هغه (الله) له اسراف کوونکو سره مینه نه لري. که نړیوالو په خپلو خوړو کې بدخرڅي نه کولی نن به د وږیو انسانانو له اوږده لیست نه اته ملیونه کسان کم وو. ملحدین او آیتیستان قرانکریم له وخته تېرې خبرې بولي “العیاذ بالله ” خو د قرانکریم په دې غوره اخلاقي او آن اقتصادي لارښوونو سترګې پټوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حبیب الرحمن همت
میلمه
حبیب الرحمن همت

څومره تل پاتی، موثره ،اسانه او ارزانه نسخه