افغانستان

پیتریس دنهو ماشومانو دوژنې له امله بخښنه وغوښته

patriosنن ټکی آسیا: د ناټو د ځواکونو عمومي قومندان جنرال پټریاس نن د هغه افغاني ماشومانو په وژنه معافي غوښتې چې تېره ورځ یې د کونړ د پېچ درې په ماڼوګي سیمه کې وژلي وه.
پرون ناټو په دغه سیمه کې نهه ماشومان چې عمر یې تر 12 کالو نه وو زیات، او د لرګیو په راټولو بوخت وه، په بمباری وژلي وو.
نن سهار افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو چې دغه یو وحشيانه پېښه وه.


کرزي وویل چې که ناټو د اولسي خلګو عامه وژنه بس نه کړي، ډيري ستونزي به را منځته سي.
جنرال پيټریاس ویلي چې دغه پېښه ده د یو مفاهمتي غلطي له وجې را منځته سوې.
ده وویل چې مونږ په دغه کار ډېر شرمنده یو، او د افغانستان د حکومت، او ددغه ماشومانو د کورنیو څخه معافي غواړو.
پټریاس وویل چې دغه سي پیښې باید هیڅ کله هم پیښي نه سي او کله چې حامد کرزي د لندن څخه بیرته هیواد ته را ستون شي، نو دی به په شخصي توګه د هغه څخه معافي غواړي.
د یادوني وړه ده چې نن هم د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې امریکایي هلیکوپتر د څړک جوړني پر ساتونکو برید کړی وو چې له امله یې د ځینو سرچینو په خوله لږ تر لږه 7 کسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
او څو ورځي مخکې د افغان حکومت یو رسمي پلاوي پر ناټو تور لګولی وو چې 65 کسه یې د کونړ په غازي اباد سیمه کې وژلي، چې اکثره یې ماشومان او ښځي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x