افغانستان

روزګان: دهراود کې دواړه لوري یوبل ته د مرګ ـ ژوبلې دعوې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان په دهراود کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده.

د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې په دې جګړه کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې چې ورسره اوه پولیس هم له منځه تللي دي.

د دهراود امنیه قومند حاجي عبدالرازق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه پورې اوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي او په خبره يې لسګونه طالبان هم له منځه تللي دي.

د دهراود امنیه قومندان وايي چې په سیمه کې لاهم جګړه روانه ده او په خبره يې د وژل شويو ځينو طالبانو جسدونه له دوی سره پاتې دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دهراود کې د دوی ملګري مخ پر وړاندې روان دي او تر اوسه يې اولس عسکر وژلي او شپاړلس نور يې ټپیان کړي دي.

د قاري محمد یوسف احمدي په وینا په د پولیسو دوه قومندانان وژل هم وژل شوي او یو بل مرګونی ټپي دی.

نوموړي د دولتي مسوولین دغه دعوه چې په یاده جګړه کې ګڼو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې کلکه رد کړې ده.

دهراود په روزګان کې هغه ولسوالي ګڼل کېږي چې په کلیو کې يې طالبان تسلط لري او د خلکو د ستونزو د حل وفصل لپاره د طالبانو محکمې کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x