نړۍ

ګلوبل ټایمز: اوباما تر ټولو مبتذل سړی دی

 

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): له چينه خپرېدونکې انګریزي ژبې ورځپاڼې «Global Times»د دوشنبې د ورځې د ګڼې په سرمقاله کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما تر ټولو مبتذل سړی بللی دی.

دې ورځپاڼې بارک اوباما په «تشو خبرو» کې د فصاحت او بلاغت لېوال ګڼلی او ویلي يې دي چې نوموړی یواځې تشې خبرې ښې کوي.

د ورځپانې د سرمقالې له مخې بارک اوباما د خپلې نوماندۍ په دوره کې ډېرې غوړې وعدې کړې وي، خو خپلو پلویانو ته يې تر اوسه پورې عادي ورځني کارونه هم نه دي ترسره کړي.

د ورځپاڼې له قوله د چين په راښکاره کېدو سره د امریکا د متحده ایالاتو ټنبلي ښکاره شوه او په خبره يې خلک پوی شول چې دوی پخپل هېواد کې د اصلاحاتو په برخه کې ټنبل دي.

دا سرمقاله په داسې وخت کې د اوباما پر شخصیت نیوکه کوي چې ټاکل شوې ده د روانې میلادې میاشتې په لسمه د امریکا ولسمشر بارک اوباما چین ته سفر وکړي.

تردې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر مرستیال ډیک چيني هم له سې.ان.ان سره په خبرو کې  ویلي و، چې د ده لپاره اوبام د امریکا تر ټولو بد ولسمشر دی.

ترهغه وړاندې هم په امریکا کې د کوینیپیاک پوهنتون له لوري په شوې نظر پوښتنه کې د امریکا اوسنی ولسمشر بارک اوباما د امریکا تر ټولو بد ولمسشر بلل شوی دی، په امریکایانو کې دهغه د محبوبیت کچه تر جارج ډبلیو بوش هم ښکته ښوودل شوې ده.

په نظر پوښتنه کې رونالډو څلویښت سلنه وګړو خوښ کړی دی او بلعکس بارک اوباما دېرش سلنه وګړو بد او د کرکې وړ ولسمشر بللی دی.

دا له دویمي نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په دوولسو ولسمشرانو کې تر ټولو ښکته درجه او له یادې جګړې وروسته بارک اوباما دیو ولسمشر په توګه په ټول تاریخ کې د زیاتې کرکې وړ ولسمشر ښوودل شوی دی.

بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کال د اګسټ په څلورمه د امریکا په هاوايي ایالت کې زېږېدلی دی، په ۲۰۰۵ز کال کې يې سنا ته لاره ومونده او په ۲۰۰۷ز کال د نظرپوښتنې له مخې هغه تر ټولو لیبرال سناتور وپېژندل شو.

په امریکا کې د بارک اوباما اړوند د ډېرې بدبینی ټکی دادی چې هغه په بهرني سیاست کې ناکام بلل شوی دی او د امریکا اقتصاد يې ته سخته ضربه ورکړې ده.

نوموړی د افغانستان د جګړې په اوږدولو هم ملامت بلل شوی دی. د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه ده، د یوې تازه سروې له مخې له دې جګړې سره نږدې دوه اویا سلنه امریکایان مخالف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x