ټکنالوژي

مایکروسافټ او سامسنگ د نړۍ تر ټولو ستر ټېبلېټ جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د ټکنالوژي په نړۍ کې داسې اوازې دې چې سامسنگ او مایکروسافټ غواړي ۱۳ انچه ټېبلېټ جوړ کړي.

له کوریا څخه رسیدلي راپورونو پر بنسټ سامسنگ کمپنۍ نه یوازې دا چې په ۱۳ انچه ټېبلېټ کار پیل کړی بلکه دغه کمپنۍ غواړي چې دغه ټېبلېټ د روان زیږیدیز کال تر پایه کاروونکو ته وړاندې کړي.

راپورونو پر اساس سامسنگ غواړي چې دغې ۱۳ انچه ټېبلېټ ډیسپلې کې د (AMOLED) پر ځای کوم چې له دې مخکې د دغې کمپنۍ ایس لړۍ ټېبلېټونو کې استعمالیده د ایل سي ډي (LCD) څخه استفاده وکړي.

همدا راز ویل کیږي چې مایکروسافټ کمپنۍ هم په ۱۳ یا ۱۴ انچه ټېبلېټ کار پیل کړی. دواړه کمپنۍ سامسنگ او مایکروسافټ د مایکروسافټ کمپنۍ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) له کامیابۍ وروسته غواړي چې غټ ټېبلېټونه بازار ته وړاندې کړي.

څه موده مخکې مایکروسافټ کمپنۍ خپل نوی ټېبلېټ سرفېس پرو۳ چې ۱۲ انچه ډسپلې درلود بازار ته وړاندې کړ چې د خلکو له تود هرکلی سره مخ شو. دغه ټېبلېټ د مایکروسافټ گټه په همدې برخه کې ۱۲۷٪ زیاته کړه.

اوس نورې کمپنۍ هم په غټ اندازه ټېبلېټونو کار پیل کړی او اپل کمپنۍ هم غواړي چې خپل ۱۲.۲ انچه ډیسپلې لرونکی ټېبلېټ روان زیږیدیز کال بازار ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Muhammad

زه دستاسو نشراتونه دير منندوى يم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x