ایران د طالبانو سره هیڅ رنګه مرسته نه کوي- رامین
نن ټکی آسیا: د ایران حکومت د امریکا وروستي اتهامات چې ګواکي په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو سره عسکري مرستي کوي په کلکه رد کړي او ویلي چې دا هسي بې ځایه خبري دي.
په افغانستان کې د ناټو د قواتو د مشر مرستیال غریغوری سمیث د تیري دوشنبې په ورځ ویلي وو چې ایران طالبانو ته د اسلحې محدوده ذخیره، د بم جوړوني وسایل، راکټونه او د هغو ګولۍ د افغانستان پر پولي د ځینو شبکو له لاري ورکړی.
د ایران د وزارت خارجه ویاند ښاغلی رامین مهمان پرست رسنیو ته ویلي چې د امریکایانو دغه اتهامات هیڅ واقعیت نه لري او مونږ یې هیڅ کله نه قبلوو.
نومړي وویل چې د ایران او ټولي منطقې امنیت او استقرار د افغانستان د امنیت سره تړلی، نو ځکه طبیعي خبره ده چې مونږ هغه ټوله هڅي غوره کوو چې په افغانستان کې د امنیت لپاره پر مخ بیول کیږي.
ښاغلي رامین وویل چې په اصل کې امریکايي مسولین په منطقه کې ددوی د وجود په خلاف د اولسي پاڅونونو څخه په تنګ راغلي..
نومړي زیاته کړه چې ایران په افغانستان او عراق کې د امریکايي قواتو شتون نه قبلوي او غواړي چې په منطقه کې چې هر څه کیږي د یو طرف په حیث ورته وکتل شي.