
د امريکا منځمهالو ټاکنو کې جمهوري پلوو ډېرې چوکۍ ترلاسه کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا جمهوري پلوه ګوند يو ځل بيا د امريکا د مشرانو جرګې واک تر لاسه کړ او ديموکراتانو ته يې تاريخي ماتې ورکړه.
له ۲۰۰۶ را وروسته په لومړي ځل جمهوري پلوه سناتورانو د مشرانو جرګې واک خپل کړ.
د امريکا د جمهوري پلوه ګوند غړو کلرادو، شمالي کارولينا، ورجينا، ارکانزاس، سويلي ډاکوټا، آيوا او موناتا ايالتونو کې د سنا ټاکنې وګټي او ديموکراتانو ته يې ماتې ورکړې ده.
خلک نور د اوباما پر حکومت باور نه کوي
د امريکا سنا «مشرانو جرګه» کې د اپوزيسيون مشر سناتو ميچ ميککانل سنا کې د ډيموکرات ګوند په استازيتون د سنا ريس وټاکل شو.
ښاغلي ميککانل په خپلو لومړيو خبرو کې وويل، چې له ټاکنو مالوماه شوه، چې د امريکا ولس نور د اوباما پر حکومت باورنه لري.
د اوسنيو منځمهالو ټاکنو په نتيجه کې جمهوري پلوه د امريکا سنا کې ۵۲ او ديموکراتان ۴۵ چوکۍ لري.
د کارپوهانو په اند د امريکا د منځمهالو ټاکنو پايلې ناببره بدلې نه شوې، بلکې امريکايي ولس او په خپله د ديموکرات ګوند غړي هم د اوباما حکومت له سياست او پاليسيو خوابدي وو او د اوباما د اوسنۍ پاليسي له امله پر نوموړي ډېرې سختې نيوکې پيل شوي.
وروستۍ سروې وايي، چې اوباما تر ټولو منفور ولسمشر دی او د افغانستان او عراق د جګړو په ګډون امريکا کې د صحت، بيمې او يو شمېر نورو مسئلو په اړه يې ولس کې محبوبيت لږ شوی دی.
وړمه ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي و، چې د ولسي خلکو او د ګوند غړو د سختو پرله پسې نيوکو له امله اوباما د خپلې کابينې يو شمېر مهم وزيران له دندو ګوښه کوي او پر ځای يې نوي وزيران ټاکي.
په دغو وزيرانو کې د بهرنيو چارو وزير جان کيري او دفاع وزير چيک هيګل شامل دي.
د راپورونه له مخې جمهوري پلوه سناتوران هوډ لري، چې د بهرني او کورني سياست او نورو اړوندو مسايلو کې د اوباما پرېکړې وننګوي او هغه کسان، چې اوباما په اداري او قضايي چارو کې پر لوړو چوکيو ټاکلي، له خپلو دندو لرې او پر ځای جمهوري پلوه کسان وټاکي.