ټکنالوژي

سامسنگ کمپنۍ په گیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): سامسنگ کمپنۍ د ایس (S) لړۍ سمارټ فون ته ادامه ورکولو سره د دغې لړۍ گیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) باندې کار پیل کړی. ۲۰۱۴ز کال کې د سامسنگ کمپنۍ مختلف سمارټ فونونه بازار ته وړاندې شول او له دې معلومیده چې دغه کمپنۍ به د وخت ضایع کولو پرته نوي ماډل سمارټ فون باندې به کار پیل کړي.

د دغې کمپنۍ پخوانۍ سمارټ فون څومره چې هیله کیده کامیاب نشو. تر دې مهاله د سامسنگ کمپنۍ تر ټولو ستره اشتباه د ډیزاین نه بدلول دي. په دې وروستیو کې سامسنگ یوازې خپل سمارټ فون اندازه زیاتوي او ډیزاین کې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي.

سامسنگ سمارټ فون ډیزاین نه بدلولو له امله د دغې کمپنۍ گیلیکسي ایس ۵ (Galaxy S5) ډیر کامیاب نشو او خلکو ډیر ارزښت ورنکړ. د خلکو نیوکه کوله چې ایس ۵ له پخوانیو ماډلونو سره ورته ډیزان لري.

سامسنگ نوی گیلیکسي جوړولو لپاره د دغې لړۍ کوډ نوم هم پروجیکټ صفر (Project Zero) ته بدل کړې چې له دې مخکې دغې لړۍ کوډ نوم (Codename) سامسنگ گیلیکسي ایس ۴ (Galaxy S4) لپاره پروجیکټ جې (Project J) او گیلیکسي نوټ ۴ (Galaxy Note 4) لپاره پروجیکټ ټي (Project T) وو.

له کوډ نوم څخه هدف څه دی؟

کوډ نوم کې استعمال شوی صفر عدد په دې معنی دی چې سامسنگ به خپل دغه نوی سمارټ فون له نوی ډیزاین او ځانگړتیاوو سره جوړوي چې له مخکیني سمارټ فونونو سره به ډیر زیات توپیر ولري.

که سامسنگ د پروجیکټ صفر سره په نوی سمارټ فون کار پیل کړی نو د دې مطلب دا دی چې مونږ به د یوې نوی ډیزاین او ځانگړتیاو شاهد واوسو.

سامسنگ غواړي چې خپل نوی سمارټ فون کې د پخوانیو سمارټ فونونو غلطي تکرار نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x