عامو خلکو ښځه او خاوند د خښتو بټۍ کې واچول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان مشهور ښار لاهور پورې اړوند یوه سیمه کې د کلي خلکو د سپیڅلي پاڼو بې احترامۍ په تور خاوند او ښځه دواړه د خښتو بټۍ کې واچول.

د راپورونو پر بنسټ چک ۵۹ کې له بل کلي څخه مزدورۍ لپاره راغلي ۲۴ کلنه عایشه او خاوند يي ۳۲ کلن شهزاد د سپيڅلو پاڼو په بې احترامۍ تورن شول او خلکو له ډیر وهل ټکول وروسته دواړه د خښتو بټۍ کې واچول.

شاهدانو په وینا د سیمې مربوط پولیس مرکز پنځه تنه پولیس هم د پیښې ځای کې موجود ول خو خلک دومره جذبه کې راغلي ول چې پولیسو ته يي د مداخلې اجازه ورنکړه.

پولیسو په وینا د خښتو دغه بټۍ د یوسف نومې کس دی چې دغه پیښه هم د نوموړی د غفلت په نتیجه کې را منځ ته شوې.

پولیسو مشر ویلي چې د بټۍ منشي افضل سربیره اته نور کسان د دغې پیښې په تور نیولي او نورو د نیولو کوښښ کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د