افغانستاننړۍ

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د ګډ حکومت د چارواکو سره د کتنې په موخه کابل ته راځي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ویلي چې راحیل شریف به د ګډ حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال عاصم باجوه ویلي چې جنرال راحیل شریف به همدا راز اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، دفاع وزیر بسم الله خان محمدي، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د اردو لوړ پوړو افسرانو سره وګوري.

باجوه زیاته کړې چې راحیل شریف به سبا د پنجشنبې په ورځ کابل ته یو ورځېنی سفر وکړي.

د جان کیري په منځګړیتوب د ګډ حکومت د جوړیدو وروسته دا دوهم پاکستان لوړ پوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز کابل ته سفر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x