افغانۍ هوسۍ د سرو زرو په بیه د ۶۵ کلونو وروسته بیا وموندل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د حیواناتو په نړۍ کې یوه بې سارې جوړه چې تېر ۶۵ کاله له افغانستان ورکه وه، اوس بېرته بیا افغانستان لیدل شوې او د هندوکش په غرونو کې ښکاره شوې.

دغه هوسۍ چې د خپل خوفناک دوه راوتلو غاښونو له وجي (افغان دراکولا) نومیږي ،  د ماسک کشمیر (Mask Kashmir) په نوم سره هم شهرت لري،  ځکه یاده هوسۍ په کشمیر کې د لومړي ځل لپاره لیدل شوي، او دشهرت لامل یې دادی چې هغه مشک چې ددغې هوسۍ څخه لاسته راوړل کیږي په وزن کې تر سرو زرو ګران دي.

په تور بازار کې ددغې هوسۍ څخه د ترلاسه شوي یو کیلو مشک بیه ۴۵زره ډالر ده.

«کشمیر ماسک» په ۱۹۴۸ کې په وروستي ځل کې یو ډنمارکي ټیم کشمیر سره نېږدې د افغانستان په غرونو کې موندلې وه. له همدې کال وروسته د دغې هوسۍ درک ونه لګېد. یادې ډلې د هندوکش په غرونو کې د دغې هوسۍ، واورو پړانګ او نور ډیر ولټول خو پيدا یې نه کړل.

دغه حیوانات په نړۍ کې اوس بیخي نادر شوي او هيچرې نه موندل کیږي.

تېر اکتوبر کې د حیواناتو د ژغورنې ټولنې ددغې هوسۍ په اړه څېړنې وکړې، دغو څېړنو وښودله چې کوم انزایمونه چې دغې هوسۍ له خولې وځي، ډير قوي بوي او د مشکو سره ورته والی لري. له همدې امله زیات شمېر د عطرونو جوړونکي يې په موندلو پسې ډيره هڅه کوي.

څېړنې ښيي چې ددغې هوسۍ انزایمونه په عطرونو او ځېنې قیمتي داروګانو کې استعمالیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د