نادري ناولده

ډاکټرانو د یوه برازیلي کس له معدې څخه یو متر اوږد کب را وایست – ویډیو

نن ټکی اسیا(چارشنبه، د لړم۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د جراحي عملیاتو ډاکټرانو د یوه  بې ساري او کامیاب اپریشن په ترڅ کې د یوه برازیلي کس له نس څخه یو متر اوږد کب را وایستلو.

دغه کب چې په ماشومتوب کې د خولې له لاري ددغه برازیلي معدې ته رسیدلی وو، د وخت په تیریدو سره یې په خېټه کې دننه وده کړې او اوږدوالی یې تر یو  متر پورې رسېدلی.

باید وویل شي چې د عملیاتو په وخت کې ځیني ډاکټرانو او نرسانو هم دې پيښي ته هېښ تللي ول، د همدې هېښتیا او تعجب له کبله یې  دا صحنه یې په خپلو موبایلونو کې ثبت کړې او وروسته یې په یوټیوب او فیس بوک کې نشر کړه، چې له کبله یې هغه ناروغه کس چې عملیات یې شوي وو، د ډاکټرانو په ضد په څارنوالۍ کې رپورټ ثبت کړ، او ټول یې محاکمه کړل او استدلال یې دا وو، چې  دده د ځانګړتیا خیال یې نه دی ساتلی او دده ویډیو یې خپره کړې، چې له کبله یې دی خپل په ټولنه کې د شرم له احساس سره مخ شو.

ویل کیږي چې ددې پيښي وروسته د یاد روغتون ادارې پر خپلو ډاکټرانو او نرسانو باندي د کیمرې لرونکي موبایل په استعمال او ګرځولو بندیز لګولی.

ویډیو یې لاندي کتلای شئ:

http://www.youtube.com/watch?v=G2sCbuUrpuM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x