افغانستان

کونړ: د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ ۹ ماشومان وژلي

konar_bombardment نن ټکی اسیا: د افغانستان ختيځ ګونړ ولایت ځايي چارواکي وايي نن (سه شنبه، د مارچ لومړۍ) بهرنیو ځواکونو په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې بمبار کړی دی .

سیمه ییزو خلکو هم تایید کړې چې بهرنیو ځواکونو د ماڼوګۍ په ننګلام سیمه کې نن ماسپښين بمبار کړی، چې تر اوسه په کې د نهو ماشومانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی .

د ماڼوګۍ امنیه قومندان ګل رحمن بي بي سي ته بمبار تایید کړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل .

نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې د دولت مخالفین هم وژل شوي، خو کره شمېر یې لانه دی په ډاګه شوی او سیمې ته یې اوس پلټونکې ډله استولې ده .

څو ورځې وړاندې هم په کونړ کې بهرنیو ځواکونو بمبار کړی، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې شاوخوا ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي ول .

که څه هم افغان ولسمشر په ټينګار له بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو ژوند ته د پام کولو غوښتنه کړې، خو دا په تېرو نژدې لسو ورځو کې درېیم هوايي برید دی، چې ولسي وګړي په کې وژل کېږي .

په افغانستان کې د ناټو ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

دغه امریکایي جنرال له بي بي سي سره په یوه ځانکړې مرکه کې د افغانستان د خلکو خوندیتوب د خپلو ځواکونو اساسي دنده بللې او وایي د تیر پر تله د عملیاتو پر مهال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمی راغلی، خو دا مني چې لا هم کله- ناکله د دوی د ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ښاغل پېټرېیاس

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .

ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي .

د هلمند بمبار

بل خوا د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د ناټو په بمبار کې د سړک جوړونې د یوه خصوصي امنیتي شرکت څلور ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی .

خو بهرنیو ځواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي             بی بی سی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x