نظــر

قدیم پتیال چا وواژه، اسلامي امارت که اسلامي جمهوریت؟

ليکوال: عرفان الله لمر شرفزی

دا چې د کندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال د اسلامي امارت د مرمۍ ښکار شو او که نه؟ په دې به په پای کې وغږېږو، خو دا چې پتیال دې د خپل اسلامي جمهوریت (؟) له منځه په نښه شوی وي، دا د همدې قضیې هغه اړخ دی، چې خبرې په کې شته.

* مخکې له دې چې پتیال دولتي شي:

قدیم پتیال مخکې له دې، چې دولتي شي؛ کلونه مخکې یې د کندهار په ښار کې د رسامۍ او خطاطۍ دوکان درلود او د ښار د دوکانونو لپاره یې لوحې لیکلې. دی هغه وخت په کندهار کې د فعالې “بېنوا فرهنگي ټولنې” فعال غړی و او یوه موده یې د همدې ټولنې د مجلې “ښکلا” د مسوول مدیر په توگه دنده ترسره کوله. وروسته چې په یاده فرهنگي ټولنه کې خپلمنځي اختلافات پیدا شول، نو د څو نورو په گډون پتیال ترې جدا شو او “د ویښ فرهنگي ملگرو ټولنه” یې جوړه کړه او د همدې فرهنگي ټولنې د مجلې “بریا” مسوول مدیر شو.

عدالقديم پتيال د حاجي سردارمحمد زوی و، پلرنى ټاټوبى یې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک کلى و، خو دى په ١٣٦١ ل کال د حوت په لومړۍ نېټه د کندهار په لومړۍ ناحيه کې زېږېدلى و. په ١٣٨٨ل کال کې له ښوونځي فارغ او په ١٣٨٩ل کال کې د کانکور د ازموینې له لارې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پښتو ادبياتو څانګې ته بريالى شو او اوسمهال يې په همدې پوهنځي کې زده کړې کولې.

پتیال مخکې له دې چې په دولتي چارو ورگډ شي، یو فعال فرهنگي و. په فرهنگي برخه کې یې څلور اثاره وکښل او د ښکلا، بریا او کندهار د مجلو د مسوو مدیر په توگه یې دندې وکړې، خو کله چې یې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور د رییس په توگه دنده په غاړه واخیسته، نو فرهنگي هڅې یې د دولتي کیدو پر لور روانې شوې او همدا دولتي کیدل و، چې د ټوپک مخه یې د ځان پر لور ور واړوله.

* پتیال د دولتي چارواکي په رنگ کې:

کله چې پتیال د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رییس وټاکل شو، نو فرهنگي رنگ یې تت او دولتي رنگ یې مخ په وده شو، خو بیا هم د چارو مخه یې د کندهار د فرهنگیانو په ملاتړ تقریباً په فرهنگي چارو متمرکزه وه او ډېر لږ به په سیاسي ډگر راڅرگندیدو.

د هغې دندې پر مهال څه ډول چې د کندهار د فرهنگيانو هیلې وې؛ په هغې ډول پتیال گامونه پورته نه کړل، بلکې د نورو دولتي چارواکو په څېر په بې هوده کارونو کې سهیم شو. همدا لامل و، چې د کندهار فرهنگيانو یې د اړیکو مزی ور سست کړ او ډېری ترې خوابدي شول.

په ۱۳۹۱ ل کې چې بریال د والي توریالي ویسا مرستیال وټاکل شو، نو یو وار بیا پرې خوابدي فرهنگيان ور ټول شول، خو دا وار پتیال مزی ور سست کړ او په پایله کې یې پتیال له فرهنگي څېرې په سیاست ورگډ شو.

د کندهار د والي توریالي ویسا په څنگ کې د پتیال څه باندې دوه کاله دنده د پتیال لپاره په لومړیو کې ستونزمنه وه، ځکه دی ځوان و او د کندهار په اړه یې هغه څه غوښتل، چې له ځان سره یې د هغې

تابلو جوړه کړې وه، خو د دولتي ماحول اغېز له پتیال څخه هغه احساس واخیست او پتیال هم په کندهار کې د مېشتو کاناډایانو په ناسته پاسته کې په هغې لاره سر شو، چې تمه یې نه کیده.

له کندهار مېشتو فرهنگيانو سره د واټن د رامنځ ته کیدو له امله کال وړاندې په بېنوا ویپاڼه د پتیال داسې انځورونه هم خپاره شول، چې پتیال د څو نورو کسانو په منځ کې په شراب ښڅښلو بوخت دی. تردې ور اخوا پتیال په هغو درغلیو کې هم لاس ورگډ کړ، چې په کندهار کې په پراخه کچه د چارواکو لخوا اداري فساد پر مخ وړل کیدو.

* له ویسا سره یې ولې خپلمنځي اړیکې خرابې شوې؟

د کندهار د والي توریالي ویسا او د پتیال تر منځ د ځينو نامعلومو لاملونو له مخې تېر کال اړیکې خرابې شوې او دا اړیکې هغه وخت نورې هم ترینگلې شوې، چې څو میاشتې مخکې د بېنوا د ویپاڼې مشر “خالد هادي” د کندهار په هوایي ډگر کې کابل ته له پرواز مخکې د ملي امنیت له خوا د والي توریالي ویسا په امر ونیول شو.

خالد هادي پر توریالي ویسا د خپلې ویپاڼې له لارې پرلپسې ځينې مستند او ځينې نامستند داسې تورونه پورې کړي وو، چې توریالی ویسا یې په درغلیو او له واک څخه په ناوړه گټه اخیستنه تورناوه او دده اداره یې په فحشا کې تر ویښتانو ککړه ښوده.

که څه هم خالد هادي د کندهار د فرهنگيانو د سمدستي جدي غبرگون له امله بېرته ازاد شو، خو د پخواني ملگري او فرهنگي اړیکو له امله پتیال د خالد هادي په نیونه د توریالي ویسا دا کړنه سخته وننگوله او دا کړنه یې د کندهار په فرهنگيانو له خالد هادي سره د توریالي ویسا د شخصي خصومت په لرلو د ویسا شخصي کړنه وبلله، چې له همدې امله د ویسا او پتیال تر منځ پیدا شوی درز نور هم پراخ شو او آن د یو او بل د پښو په وهلو یې پیل وکړ.

پتیال د توریالي ویسا د رسوا کولو او له پښو د غورځولو لپاره له تېرو څو میاشتو راپدېخوا له خالد هادي سره لاس یو کړ او د خالد هادي په لاس کې یې په تدریج د ځينو داسې اسنادو ورکول پیل کړل، چې د ویسا لپاره نه زغمونکي وو او د ویسا څېره یې له نېږدې شرموونکې ثابتوله.

د ویسا لپاره د پتیال لخوا په دویم لاس پرلپسې پښې وهونکې هڅې وې، چې د ویسا زغم یې پای ته ورساوه او ددې لړۍ د پای لپاره یې لټه وکړه.

* د ویسا پښې وهونکې هڅې:

پتیال له خالد هادي سره په گډه د توریالي ویسا د پښو وهلو لپاره دوه لارې په مخ کې ونیوې؛ یوه د ویسا هغه اداري فساد، چې په کندهار کې یې ترسره کاوه او بل په بهرنیو چارو وزارت کې د ویسا د لور “هیله ویسا” د شرموونکو کړنو راپه ډاگه کول.

د خالد هادي په لاس په کندهار کې له لسو ډېرې داسې کړنې رسنیو ته په ډاگه شوې، چې آن د هغو کورونو عکسونه یې هم خپاره کړل، چې په کندهار کې په کې د فحشا لپاره هره شپه د والي خلک ورځي او هلته د شرابو په مستۍ کې له ځان سره په راوستو هلکانو او نجونو له نڅولو وروسته خپلې جنسي غریزې سړوي.

د هغو دولتي قراردادونو اسناد یې هم خپاره کړل، چې ویسا له خپلو خپلوانو سره کړي وو او د دولتي بودیجې لپاره په لکونو افغانۍ په زیان تمام وو.

د ویسا د پښو وهلو لپاره دویمه لاره د ویسا د لور “هیلې ویسا” وه، چې خالد هادي یې په اړه جدي اسناد خپاره کړل. د هیله ویسا په اړه لومړی سند، چې خپور شو؛ هغه د بهرنیو چارو په وزارت کې د والي توریالي ویسا د لور هیله ویسا د جنسي اړیکو په اړه و، چې د یاد وزارت له معین ارشاد احمدي سره یېد هیله ویسا جنسي اړیکې او خرمستۍ په ډاگه کړې وې. یاد سند په وزارت کې له یو ارگان څخه بل ارگان ته د راپور په شکل و، چې په کې لوړ پوړي شخص ته راپور ورکړل شوی و. په سند کې راغلي وو، چې له کاناډا څخه راغلې د کندهار د والي لور هیله ویسا د وزارت له معین ارشاد احمدي سره ژورې جنسي اړیکې لري او د زرگونه ډالرو په لگښت د کانټينینټل په هوټل کې د هیله ویسا په کوټه کې دواړه هره شپه خپلې جنسي غرېزې سړوي.

په راپور کې ویل شوي وو، چې په وزارت کې په لوړو پوسټونو د کم عمره هیله ویسا ټاکه د ارشاد احمدي په جدي ملاتړ ترسره کېږي او هیله ویسا د خپل ښایست او جنس په ورکولو په کمه موده کې تر پخوا لوړ پوسټ لاس ته راوړي.

دویم سند چې د هیله ویسا په اړه د خالد هادي لخوا خپور شو، هغه په ملگرو ملتونو کې د همدې ارشاد احمدي په غوښتنه د ولسمشر په لاسلیک هیلې ویسا ته د دایمي مختاره وزېرې په توگه دنده وه. خالد هادي په کلکه په ملگرو ملتونو کې د کم عمره هیله ویسا د دایمي مختارې وزیرې په توگه د هغې د مخې دډب کولو لپاره گامونه پورته کړل او د ارشاد احمدي په غوښتنه د ولسمشر په لاس لاسلیک شوی هغه مکتوب یې خپور کړ، چې په کې هیله ویسا په یاده دنده ټاکل شوې وه. خالد هادي له یاد سند سره د هیله ویسا هغه نیمه بربنډ عکسوله هم خپاره کړل، چې هیله ویسا په کې د شراب څښلو پر مهال ښیي. ویل کېږي د خالد هادي اسنادو اوس په ملگرو ملتونو کې د هیله ویسا دنده ننگولې ده او خنڼونه یې پېښ کړي دي.

* نیمه بربنډ عکسونه، اسناد او دویم لاس:

د توریالي ویسا لخوا په اداري فساد کې د لاس لرلو اسناد، د ویسا د خلکو د خرمستیو د کورونو عکسونه، د ویسا د لور هیله ویسا د جنسي اړیکو او خرمستیو اسناد او کیسې، د هیله ویسا نیمه بربنډ او لاس کې نیولي د شرابو عکسونه او نور ډېر اسناد د خالد هادي لخوا خپرول کومه عادي خبره نه وه او نه په امریکا کې مېشت خالد هادي له امریکا څخه دې اسنادو ته لاسرسی کولی شو، بلکې دا هر څه د والي د یو دسترخوان او یو دفتر د غړي “پتیال” هغه کار و، چې دې اسنادو ته یې لاسرسی کولی شو او تر خالد هادي یې رسولی شول.

د ویسا لپاره د پتیال لخوا په دویم لاس پرلپسې پښې وهونکې هڅې وې، چې د ویسا زغم یې پای ته ورساوه او ددې لړۍ د پای لپاره یې لټه وکړه.

* پتیال څنگه ووژل شو؟

د شپې په څه کم اوه بجې پتیال د کندهار د پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پښتو ادبیاتو په څانگه کې په خپل ټولگي کې ناست و، چې له کړکۍ د یو تن د توپانچې په ډزو په سر وویشتل شو او روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه.

دا سړی څوک و او څنگه د پتیال له شخصي گارد، د پوهنتون له امنیتي ساتونکو او د پتیال په تعقیب د ملي امنیت له نظامیانو تر پتیاله ورتېر شو؟ او څنگه بېرته ددې امنیتي ارگانونو په شتون کې بېرته په تېښته بریالی شو؟

دا هغه پوښتنې دي، چې د کندهار اداره یې د ځواب پرځای د پټولو هڅه کوي، لامل یې بې له دې بل نه جوتېږي، چې دا کار د همدوی په ملتیا شوی وي.

د اشرف غني لخوا د پېښې د څېړلو لپاره لوړ پوړی هیﺉت ټاکل هم دې لوري ته د سړي پام ور اړوي، چې د پېښې د رامنځ ته کیدو اشارې له مخکې وې او اوس یې د علت لټه کېږي.

ډېر نور اړخونه هم شته، چې دا وژنه د اسلامي امارت پر ځای د پتیال خپل اسلامي جمهوریت ته منسوبوي او د خپل منځي ټکر شتون یې پیل گڼل کیدای شي.

* د قضیې دویم اړخ- طالبان وایي مونږ وواژه:

د پتیال د وژنې په سبا طالبانو د پېښې په اړه هیڅ ونه ویل او له همدې امله ډېری رسنیو هم د قضیې سر دننه په “اسلامي جمهوریت (؟) ” کې زېږیدلی وباله. آن د توریالي ویسا په رسوا کولو کې د پتیال دویم لاس “خالد هادي” هم پېښه د اسلامي جمهوریت (؟) په دننه کې د یو ټکر پایله وبلله. خالد هادي د خپل فیسبوک په پاڼه د کندهار د والي له نېږدې مامور څخه په نقل ولیکل:

“د پتیال او والي ویسا ترمنځ ناندرې په دې ورستیو کې خورا کش اخیستی وو او پتیال تر ډېره دندې او ولایت مقام ته هم نه راتلو. د پتیال، مینه پال او نورو ترمنځ هم درزونه پیدا شوي وو او هر یوه د بل پر ضد توطيې جوړولې. د پتیال د مرګ خبره شخصي ده او خطرناکه ده. دولتي اداره غواړي په دې کې د وسلوالو پرضد د یوې الې کار واخلي، خو په حقیقت کې دا د کندهار د مافیائې بانډ وژنې دي، چې د خپلو ګټو په وړاندې د خنډونو په لیرې کولو سره ترسره کوي”

خو د پېښې په بل سبا د اسلامي امارت ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلي خبر کې وویل، چې پتیال د دوی د یو تن مجاهد لخوا وژل شوی او بریدگر بېرته د دوی لیکو ته سالم سلامت رسیدلی. د اسلامي امارت لخوا د پتیال د وژنې لامل په دولتي لیکو کې د والي د مرستیال په توگه د پتیال دنده ښودل کېږي.

که د پتیال د وژنې لومړی اړخ چې دا کړنه د خپل اسلامي جمهوریت (؟) له منځه پرې ترسره شوه منو، نو پورته لاملونه وو، چې پتیال یې د مرگ په لور دیکه کړ او که د اسلامي امارت د ویندوی خبره تاییدوو، نو دلته بیا د دسیسې ځای نه ترسترگو کېږي او نه د وژونکي په اړه پوښتنې راولاړېږي، ځکه اسلامي امارت دا ډول برید کولی شي او همدا یې ځواب دی، چې “د کندهار د والي د مرستیال په توگه د پتیال دنده یې په مرگ ور تمامه شوه”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x