نړۍ

روسي پيلوټ: «طالبانو سره د ژمنې پر اساس نور خپلې دندې ته نه ورځم»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): هغه روسی پيلوټ، چې طالبانو له يو نيم کال بند وروسته خوشې کړ، د روس پلازمېنې مسکو کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې طالبانو په دې شرط پريښی، چې له دې وروسته به کابل حکومت سره دنده نه تر سره کوي او دی هم په خپلې ژمنې د وفا پر اساس له دې وروسته کابل کې خپل کار او دفتر ته نه ورځي.

«ټاس» روسي خبري اژانس په خپل تازه راپور کې ويلي، چې خوشې شوی روسی پيلوټ پاول پيټرينکو

«Pavel Petrenko» پرون د مسکو پر هوايي ډګر له کوځيدو وروسته سمدستي روغتون ته د ډاکتر د معاينې لپاره ولېږل شو.

پيټرينکو تېر ۲۰۱۳م کال د اپريل په ۲۱نيټه هغه مهال نيول شوی و، چې د ساختماني شرکت يو افغان او اته ترکان کارکوونکي ده سره په چورلکه کې سپاره وو او د لوګر ولايت ازرې ولسوالۍ کې يې بېړنۍ ناسته وکړه او له هغې سمدستي وروسته طالبانو ونيول.

تېره اوونۍ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې دغه روسی پيلوټ او د هغه افغان همکار يې په دې شرط پريښي، چې له دې وروسته به افغان حکومت سره په هيڅ بهانه هم دنده نه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د تېر کال د مې میاشتې په ۱۳مه ۸ ترکان د اسلامي ورورولۍ او ښو اړيکو په نيت خوشې کړل، مګر روسی پيلوټ او د هغه افغان همکار یې په زندان کې ساتلي وو او تېره اوونۍ يې روسي حکومت سره له تفاهم او جوجاړي وروسته دغه روسی پيلوټ او د هغه افغان همکار هم خوشې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x