سویلي افریقا د استرالیا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): استرالیا او سویلي افریقا تر منځ درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل د نن ورځې له لوبې سره وشو. نننۍ لوبه کې سویلي افریقا د استرالیا لوبډلې ته په ۷ ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۶ نور توپونه هم پاتي ول ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیا لوبډلې پوره شل اوره لوبه وکړه او د ۶ لوبغاړو له سوځیدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي ۱۴۵ منډو هدف ورکړ چې حاصلول يي سویلي افریقا په څير پیاوړې لوبډلې ته دومره گران کار نه و.

دغه لوبه کې شېن واټسن ۴۷ او کیمېرون وايټ ۲۴ منډې جوړې کړې. جېمز فالکنر دغه لوبه کې ۴۱ منډو جوړولو سره نا سوځیدلی پاتې شو.

سویلي افریقا لپاره کېل ایبټ ۳، واین پارنل، راین میکلیرن او عمران طاهر یو یو لوبغاړی وسوځول.

سویلي افریقا یوه اسانه هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او وتوانید ټاکل شوی هدف یوازې ۳ لوبغاړو له سوځیدو وروسته پوره کړي. سویلي افریقا ټاکل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له سوځیدو وروسته ۱۴۵ منډې جوړې کړې او استرالیايي لوبډلې ته يي په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا توپ وهونکي روسو ۷۸ او کوینټن ډي کوک ۴۶ منډې جوړې کړې.

استرالیايي توپ اچونکي بولینجر، پېټ کمینس او کیمیرون بوایس د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د