نړۍ

فلسطيني موټر چلوونکو په لويديځه تراډه کې ګڼ اسراييل په موټر وهلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه ۱۳۹۳ل): اسراييلي پوځ وايي، چې دوو فلسطيني موټر چلوونکو د فلسطين په لويديځه تراډه کې په دوو جلا جلا پېښو کې يو شمېر اسراييليان په موټر وهلي او چلوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

د اسراييلي پوځ وياند ليبر پيټر ليرنر په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د لومړۍ پېښې له امله يو عسکر مرګونی ټپي شوی او د دوو نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

له دې مخکې يو بل فلسطيني موټر چلوونکي پرون ګڼ يهوادن په موټر ووهل، چې دوه سرحدي اسراييلي عسکر يې وژلي او نهه نور يې ژور ټپيان دي.

دا دواړه پېښې په داسې حال کې شوي، چې تېره ورځ اسراييلي عسکرو د يهودي سخت دريځو په ملاتړ پر مسجد اقصی بريد وکړ او لسګونو لمونځ کوونکي او د اقصی ساتونکي یې ټپيان کړل.

هغه ويډيو، چې فلسطيني موټر چلوونکی اسراييل په موټر وهي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x