افغانستان

د افغانستان، چین او تاجکستان د نښلون ټکي توافق لیک توشیح شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني په کابل کې د چين او تاجکستان د سفیرانو ترمخ د افغانستان، چین او تاجکستان د پولو ترمنځ د شریکې نقطې توافق لیک توشیح کړ.

په دې مراسمو کې چې تېره شپه په ارګ کې ترسره شول د ګډ حکومت اجرايوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله هم موجود و.

د ګډ حکومت له لوري دا لومړی فرمان دی چې د دریو هېوادونو د پولو د نښلون ټکي په نامه لاسلیک کېږي.

اشرف غنی تاجکستان جمهوري دولت او د چین کمونیستي رژیم خپل نږدې دوستان وګڼل او ويې ویل چې له دوی سره د پراخې ملګرتیا تمه لري.

چین هم له افغانستان سره د پخې ملګرتیا هڅه کوي، ویل کېږي په افغانستان کې دامریکايي اډو په موجودیت سربېره چین د افغانستان همکاري ته لېواله دی.

دغه فرمان چې مصوبه يې د روان کال د مېزان په شپږمه د مشرانو جرګې له لوري تصدیق شوې وه، په یوه سریزه او دریو مادو کې تیار شوی دی.

اشرف غني احمدزی په داسې حال کې له چین او تاجکستان سره داقتصادي ملګرتیا توافق لیک توشیح کوي، چې د ځینو لویدیځو رسنیو له قوله امریکا په افغانستان کې د دې هېواد لویديځ ګاونډی ایران هم همکاري ته هڅوي.

په ورته وخت کې نن د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم افغانستان ته سفر لري، ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په څوارلسمه به اشرف غني هم پاکستان ته سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x