دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کې- ۲

عبدالغفار جُبیر

اوس زه غواړم چې پر حجاب باندې یوه د ډاډ وړڅېړنه چې ما پیل کړېده، پر استدلال او منطق باندي ولاړه ده، ټول ماخذونه ورسره شتون لري اوکره ده؛ وړاندې کړم.

نور نو قضاوت ستاسو په لاس کې دی اوحجاب داسلام څخه مخکې په عیسایت کې هم وو، د عیسایت څخه مخکې په یهودیت کې هم وو، چې وروسته به ئې په تفصیل سره بیان وکړم؛ چې حجاب په مذهبي کتابونو کې څومره ارزښت لري او اوسنی ساینس په دې اړه څه فیصله کوي او پر حجاب کولو ئې څومره ټېنګار کړی دی.

حجاب عربي لفظ دی ،چې (پرده ، پوښ) ته وایي . حجاب کول د یوې مسلمانې ښځې فریضه ده، حجاب هغه پرده ده چې د زنا، فحاشۍ او ناوړو افعالو د تمایل دیوال ړنګوي، دا حجاب په طبعي ډول سره لوی څښتن تعالی جل جلاله و ډېرو شیانو ته ورکړیدی، خو زه یواځې په یو څو بېلګو اکتفا کوم:

کیله چې یوه ډېر ښکلې او زړۀ وړونکې مېوه ده، پر خپل بدن باندي حجاب (پوښ) لري، که دکیلې حجاب لیرې شي نو د دې ښکلی مېوې رنګ، خوند، ارزښت او اصلیت تر پوښتنی لاندي راځي او بدلون مومي۔ دکېلې په شان کوپړه، او داسې په زرهاوو مېوې او سبزېجات شتون لري، چې حجاب لري او د نه حجاب په صورت کې ئې هرڅه له مینځه ځي.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x