نړۍ

اوباما: د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه ګټل ستونزمن بريښي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف روانه جګړه ګټل ستونزمن بريښي.

اوباما تېره ورځ سپينه ماڼۍ خبريالانو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف جګړې ګټلو په اړه څه ويل له وخته مخکې، بلکې ستونزمن بريښي، چې دوی به دا جګړه وګټي.

د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو د پيل پر مهال اوباما ويلي و، چې دا يوه اوږدمهاله جګړه ده، چې لومړی اسلامي دولت کمزوری او ورورسته به يې له منځه وړي، مګر اوس وايي، چې دا جګړه ګټل ورته ستونزمن دي.

اوباما وايي، چې د دوی د ستراتيژي دوهمه برخه دا ده، چې د بشارالاسد منځلاري مخالفين د اسلامي دولت پر ضد وروزي او اسلامي دولت سره يې وجنګوي.

اوباما زياته کړه، چې دوی له يوې سختې مرحلې تېرېدونکي دي او غواړي، چې د جهادي ډلو پر ضد د اسد منځلاري مخالفينو ته وسلې ورکړي او اسلامي دولت پرې وځپي.

اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امريکا کې د مشرانو جرګې په منځمهالو ټاکنو کې د دوی ګوند له سختې ماتې سره مخ شو او جمهوري پلوو سناتورانو د سنا واک تر لاسه کړ.

تېره ورځ د جمهوري پلوه ګوند سناتور او د سنا نوي مشر ميچ ميککانيل په خپلو خبرو کې وويل، چې له دې ټاکنو ښکاري، چې د امريکا ولس نور د اوباما پر حکومت باور نه لري او له دې وروسته به دوی د خپلو رايو پر مټ د اوباما د کړنو او مقرريو مخه نيسي.

د کارپوهانو په اند د جمهوري پلوو بريا د اوباما لپاره لوی سرخوږی دی او له دې وروسته به د خپلې ستراتيژۍ د عملي کولو لپاره مشرانو جرګه کې له ستخو ننګونو سره مخ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x