
امریکا، ایران په افغانستان کې مرستې ته هڅوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا متحده ایالات له خپل قوي سیاسي مخالف ایران سره د ملګرتیا لاره جوړوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې يې مرستو ته وهڅوي.
وال سټریټ ورځپاڼه وايي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د ایران پام په افغانستان کې پانګونې ته را واړوي.
د دې ورځپاڼې په قول امریکا په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د درمل جوړولو لپاره ایران ته اجازه ورکړې وه.
د وال سټریټ د دې ګڼې له مخې امریکا پر دې سربېره د ایران څلورو لویو شرکتونو ته په افغانستان کې د معادنو په برخه کې د پانګونې اجازه ورکړې ده.
سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي ناندرۍ لا حل شوې نه دي او ایران لاهم تر امریکايي بندیزونو لاندې دی، خو بیا هم د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په افغانستان کې دایران پانګونه مهمه بولي.
د پنټاګون د سوداګریزو اړیکو مسوول جوزف کتالینو وايي چې د افغانستان په مرستو کې د ایران عمده ګډون ښه دی.
که څه هم یاده ورځپاڼه وايي چې امریکا په افغانستان کې دایران همکاري د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه بولي، خو د امریکا او افغانستان ترمنځ د شوي امنیتي تړون له مخې افغانستان په باندنیو اړیکو کې خپلواک دی.
ایران د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم د ارګ مصارفو ته اوږه ورکړې وه.
ایران په داسې وخت کې د امریکا له لوري په افغانستان کې همکاري او مرستې ته هڅول کېږي چې تر دې وړاندې هم دې هېواد په افغانستان کې د شیعه مذهبو افغانانو ملاتړ کړی دی او هڅه کوي چې هغوی تر لوړو سیاسي څوکیو ورسوي.
پر دې سربېره د ایراني کتلور او شعیه مذهب د لا پراختیا لپاره په مرکز کابل سربېره په ګنو ولایاتو کې فرهنګي بنسټونه او لوړې خصوصي تعلیمي مؤسسې په کار بوختې دي.