افغانستان

نن د ایساف څلور عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي

Italian-soldier_killed

نن ټکی آسیا: نن د ایساف له خوا په جلا جلا خپره شوو اعلامیو کې وویل سول چې د هیواد په جنوب کې دوه عسکر، په شرق کې یو او په غرب کې یو بل عسکر وژل شوی.

ایساف ویلي چې دا ټوله عسکر یې د څړک د غاړي په بمي چاودنو کې له منځته تللي.. خو د ایساف له خوا دا نه دي ویل سوي چې دغه عسکر د کوم هیواد دي او یا چاودني په دقیقه توګه پر کوم ځای سوي دي.

مګر ځیني افغانی سرچینو ویلي چې نن د هرات په ادرسکن ولسوالی کې د ایټالوي عسکرو پر موټر ماین وچاودید چې له امله یې یو عسکر مړ او درې نور ټپیان شول.

ددغه عسکرو په وژل کېدو سره د بهرنیانو په منځ کې د فروري د میاشتي د مړو شمېر (32) ته پورته کیږي، او د کال د شروع څخه (66) ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x