
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رييس عبدالستار سعادت وايي چې د ملي يووالي حکومت «غیرقانوني» دی. ښاغلی سعادت زیاتوي چې دا حکومت په اوږدمهال کې د ناکامو نوماندو د غوښتنو منلو زمینه برابروي.
دا لومړی ځل دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو یو لوړپوړی چارواکی د اوسني حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسي جرګې د ټاکنیزو شکایتونو چارواکي په درغلیو تورن کړل او ځینو وکیلانو یې څارنوالۍ ته د معرفۍ غوښتنه هم کوله.
ښاغلی سعادت زیاتوي: «له اوږدمهاله ناندریو وروسته دې نتیجې ته رسېږو چې په ټاکنو کې د ناکامۍ په صورت کې هم کېږي د لاریونونو له لارې په زوره راتلونکي حکومت کې څوک ځان ځای کړي».
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رييس وايي، تر هغې بریالۍ ټاکنې نه شو لرلای چې د افغانستان ټاکنیز جوړښت اصلاح نه شي.
د ۹۳کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندو ترمنځ له اوږدمهاله ناندریو او لانجو وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري پرېکړه وکړه چې ګټونکی دې ولسمشر او بایلونکی دې د «اجراییه رييس» په نامه په نوې څوکۍ ولګېږي. د یادولو وړ ده چې رسماً د افغانستان د تېرو ټاکنو ګټونکی او بایلونکی نه لرل.