شعـــــرونه

هسې راغلې ولاړې- الهام

ناورين  دي  يو نه  ووړ اختره هسې راغلې ولاړې
بياهم نيك نام يې بختوره هسې راغلې ولاړې

ته راغلې تاراته  د خداى د ميني چل وښوده
دوى وايې خوږه پيغمبره هسې راغلې ولاړې

تاد ژوندون په معناپوه كړو تامو ژوندژغورلى
داسي خو نده  د زړه سره هسې راغلې ولاړې

داسي ويلوته  دي هيڅ  يو ژوندى پاتي  نه  شي
چي به ترې اورومعتبره  هسې راغلې ولاړې

هغه دي نه راباندي وليدل چي زړه مي غوښتو
عمره  د ژمي مازديګره هسې راغلې ولاړې

نه دى قبضه كړنه هم روغ سر ورنه ووتلې
ته خوڅوځل تر دې چمبره هسې راغلي ولاړې

لاخودي زيرى د  بريا راته راوړى ندى
شعري الهامه ! بې وزره هسې راغلې ولاړې

2014/11/6
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x