ټکنالوژي

مسلمانانو لپاره ځانگړی سمارټ فون جوړ شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): په نړۍ کې سمارټ فون جوړولو ډیرې کمپنۍ شتون لري چې هره یوه کوښښ کوي خپلو کاروونکو ته تر ټولو غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

په روسیه کې د موبایل جوړولو یوې کمپنۍ مسلمانانو لپاره ځانگړی سمارټ فون جوړ کړی چې په دوو ژبو قران کریم او قبله ښودونکی پکې ځای پر ځای شوی.

د روسي رسنیو د راپورونو پر بنسټ په پیل کې دغه سمارټ فون یوازې د روسيي مسلمانانو ته جوړ شوی چې په کې د عربي سربیره د قران کریم روسي ژبې ترجمه هم انسټال شوې وه.

دغه سمارټ فون کې داسې اوزار موجود دي چې د انسان موقعیت او د قبلې لوری ښيي چې په وسیله يي په هر ځای کې لمونځ ادا کول به ډیر اسانه شي.

دغې سمارټ فون له جوړولو څخه مخکې دې کمپنۍ له مسلمانانو سره مرکه کړې وه چې ورځنۍ ژوند کې تر ټولو زیات کوم اوزار ته اړتیا لري.

دغه سمارټ فون په روسیه کې د کیو (Que) کمپنۍ جوړ کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x