د کابل والي ذبیح الله مجددي نن د خپلي دندي استعفاء ورکړه
نن ټکی آسیا: د کابل والي ذبیح الله مجددي نن د خپلي دندي استعفاء ورکړه.
ښاغلی ذبیح الله مجددي چې د صبغة الله مجددي زوی دی، نن مطبوعاتو ته ویلي، ده پرون د خپل استعفاء جمهور رئيس حامد کرزي ته وړاندي کړې وه چې هغه نن منظوره کړه.
مجددي ویلي چې ده تر اوسه د یو بې صلاحیته والي په توګه دنده تر سره کوله، نو ځکه یې د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړه.
نومړي زیاته کړه چې د جمهوري ریاست او ځیني نورو سیمه ایزو ادارو دده سره په کار هیڅ همکاري نه کوله، ځکه یې دا قدم واخیست.