افغانستان

امریکايي جنرال: افغان عسکر د طالبانو سره د جګړې وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم۱۵مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو مرستیال قوماندان جنرال جوزف انډرسن د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د بې ساري ډېرښت خبر ورکړ او وې ویل چې دغه ځواکونه تر اوسه لا ددې جوګه نه دې چې د طالبانو مخته ودریږي.

جنرال انډرسن چې پرون یې له افغانستانه د ويډیو کانفرانس په مټ په واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې څرګنده کړه، چې د نورو کلونو په پرتله یوازې د روان کال په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې پام وړ زیاتوالی راغلی او زیاته یې کړه، چې په تېر کال کې ټولټال ۴۳۵۰ تنه افغان عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، خو سږ کال تر اوسه پورې ۴۶۳۴تنه وژل شوي.

نوموړي وویل، چې د تېر ۲۰۱۳م کال په پرتله د سږ ۲۰۱۴م کال په دې تېرو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۶،۵ سلنه لوړ دي.

نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تلفاتو زیاتېدا د انديښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې که دا مرګ—ژوبله همداسې مخ پر زیاتېدو وي، نو افغان ځواکونه د اوږدمهالې جګړې جوګه نه دي.

جنرال جوزف انډرسن همداراز وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د تېرو کلونو په نسبت ، چې هره شېبه او هر ځای د دوی مرستې او لارښوونې ته اړ ول، اوس څه نا څه وړتیا موندلې او بسیا شوي دي.

ده، د سړک غاړي او نورو ماینونو د کشفولو او په لومړنیو روغتیايي خدمتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ ستایلی او په خبره یې «افغان عسکر د ټپيانو درملنه اوس تر ډېره بریده زموږ له اوږو اوښتې او دوی یې پخپله کوي. »

باید وویل شي چې د افغانستان په نظامي ادارو کې د مالي او اخلاقي فساد د ډېرښت له امله د امنیتي ادارو او ولس تر منځ واټن زیات شوی چې له کبله یې تر منځ اعتماد هم کم شوی.
بل خوا په همدې ادارو کې د موجود افلاس او اختلاس له کبله امنیتي ځواکونو ته خپل میاشتنی معاش پر وخت نه رسیږي، چې له امله یې د وروستیو راپورونو پر اساس هغوی دې ته اړ شوي چې وسلې وپلوري او خپل معاشونه تر لاسه کړي، هغه هم په داسي حال کې چې لا هم په افغاني ټولنه کې د امریکایانو تر څنګ د دریدو له کبله او همداسي د نشیيي توکو استخدام او  بد اخلاقه چلند له کبله امنیتي ځواکونه او اربکیان د ولس په منځ کې محبوبیت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

د امریکایانو طمعه وه چه د امنیت د تړون تر څنګ به د افغانستان معدن ته لاره هواره او خیټه پری واچوی خو الحمد الله دغه ارمان یی له خاورو سره خاوری شو اوس یی د تړون بهانه هم پاتی نشوه او پاکستان چه د طالیب روزلو پروزه یی د امریکا لپاره پر مخ بیوه او د چین له اختاریی سره یی متیازی تر ځایه نه رسیزی د معدن قراردادونه هم ۶۰ په سلو کښی له چین او ۱۵ پ سلو کشی له هند او ۱۵ په سلو کښی له روسیی او لس په سلو کښی له ترکیی سره قرارداد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x